تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د خلیلزاد او عمران خان کتنه; 'د افغان سولې خبرې دې بېرته پيل شي'
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د یکشنبې پر ورځ نیو یارک کې د افغان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې هېله څرګنده کړې چې د افغانستان د سولې خبرې بېرته پیل شي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له درېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې زلمی خلیلزاد په رسنیو کې راڅرګندېږي، له یوه بهرني پلاوي سره لیدنه کوي او پر افغان سولې ورسره غږیږي
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پر خپله فسبوکپاڼه کې ویلي چې نوموړي په نیویارک کې له ښاغلي خلیلزاد سره په لیدنه کې د سولې ټینګښت اړین وباله او دې برخه کې یې له ټولو هڅو د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان کړکېچ له پوځي لارو نه شي هوارېدای.
عمران خان د ښاغلي خلیلزاد د هغو چارو ستاینه وکړه چې په افغانستان کې یې د یوه سوله ییز، سیاسي جوړجاړي لپاره ترسره کوي.
هغه یادونه وکړه چې پاکستان تل دا خبره کړې چې د افغانستان شخړه د جګړې له لارې نه شي حل کېدای او دا هېواد به د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو په لور د ټولو نوښتونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا خپله د دې لیدنې په اړه کومه تبصره نه ده کړې.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ خپل د ملي امنیت سلاکار جان بولټڼ له دندې ګوښه کړی و. ویل کېدل چې د نوموړي د ګوښه کولو پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې له طالبانو سره د خبرو پرسر د ولسمشر ټرمپ په اداره کې اختلافات رامنځته شول. د ډېرو په باور جان بولټڼ له طالبانو سره د خبرو مخالف و.
ولسمشر ټرمپ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي وو:
"جان بولټڼ ته مې حال ورکړ چې نور په سپینه ماڼۍ کې د ده خدماتو ته اړتیا نشته. زه د ده له ډېرو مشورو راضي نه وم، په اداره کې نور خلک هم ورسره سلا نه وو. ځکه مې ورنه د استعفا غوښتنه وکړه چې استعفا یې را ورسېده. زه یې د خدمتونو له کبله مننه کوم ".
د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د سولې په تړاو خبرې هغه وخت ودرېدې چې دوه اونۍ مخکې په کابل کې د طالبانو له خوا یوه برید کې د یوه امریکايي سرتیري په شمول ۱۲ کسان ووژل شول، د امریکا ولسمشر ډنلډ ټرمپ له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا هغه خبرې لغوه کړې چې په کې له نهو پړاوونو مذاکراتو وروسته د دواړو خواوو تر منځ د سولې د یو هوکړه لیک مسوده چمتو شوې وه.