'تر ټولو ډېر شکایتونه، د حکومت دواړو شریکانو یو پر بل کړي'

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د را روانو ټاکنو په تړاو تر ټولو ډېر شکایتونه، د حکومت دواړو شریکانو یو پر بل کړي او له کمېسیون سره یې ثبت کړي دي.
پر ځینو شکایتونو پرېکړې شوې، نور یې لا څېړل کېږي، خو ټاکنڅارو ټولنو د دې بهیر پر روڼوالي شکونه ښودلي دي.
د شکایتونو ډېره برخه په کمپاینو کې د دولتي امکاناتو په کارولو پورې اړه لري. ځینو نوماندانو، د شکایتونو کمېسیون چلند دوه ګونی بللی چې له حکومتي شریکانو پرته، نورو ټاکنیزو ډلو ته سم او پر وخت ځواب نه وایي.
د ټاکنیزو شکایتونو ارزوونکی کمېسیون وايي، د کمپاینونو د قانوني مودې له ختمېدو ۸ ورځې مخکې د ټاکنو ټولو ښکېلو اړخونو ۶۶ شکایتونه ورسره ثبت کړي دي. کمیسیون وايي ډېر شکایتونه د حکومت شریکو نوماندانو -د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله- ټاکنیزو ډلو دي چې یو پر بل یې کړي دي.
په خپله ګټه د دولتي امکاناتو کارول، په کمپاینغونډو کې د دولتي چارواکو ګډون او نور خپلمنځي تورونه د ثبت شویو شکایتونو مهمې بېلګې دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېشنر سید قطب الدین رویدار بي بي سي ته وویل، تر نیمایي پورته شکایتونه په کابل او پاتې یې په نور ولایتونو کې شوي دي:
"دوی ته مو سپارښتنې کړې، له دوی مو غوښتي چې ځانونه اصلاح کړي، جدي اخطارونه مو ور کړي، دوی مو مالي جرمانه کړي او تر ټولو سخته دا چې ځینې مو د رایه ور کولو له حقه محروم کړي. د قانون په چوکاټ کې زموږ پرېکړې باید عملي شي او هېڅوک حق نه لري چې د پلي کېدو پر مخ کې یې خنډ شي."
کمیسیون وایي، د ثبت شویو شکایتونو له درېیو دوه برخې یې ارزولي او پرېکړې شوې دي. په لسو مواردو کې سرغړوونکي نغدي جریمه شوي او پاتې ۳۲ ته یې بېلابېلې ټاکنیزې سزاوې ورکړ شوې دي. یو شمېر مجازات شویو، د کمیسیون په وینا، وروسته خپل چلند اړولی او سم کړی دی.
خو د شکایت ارزونې بهیر په اړه لا هم پوښتنې شته. ځینې ټاکنڅارې ټولنې یې روڼتیا لږه او قناعت وړ نه بولي.
یوه یې فیفا یا د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ دی. اجراییوي مشر یې یوسف رشید وایي، کمیسیون ته پکار ده چې چلند یې له ټولو سره یو ډول وي او هغه سرغړونې چې رسنیو ته نه وي راوتلې یا ولس پرې خبر نه وي، هم وڅېړي:
"که د سرغړونو ګراف ته وګورئ ښايي کچه یې زیاته وي دا ښيي چې یو خو ډېر شکایتونه نه دي شوي دویم قدم کې په دې اړه د شکایتونو کمیسیون کړنې رڼې نه دي."
د کمیسیون له خوا تر اوسه پنځه تنه پر ټاکنیزو سرغړونو، د رایو له حق بې برخې شوي دي. یو یې د ولسمشر سلاکار شاه حسین مرتضوي دی. خو ښاغلي مرتضوي دا پرېکړه ناسمه بللې او هیله یې څرګنده کړې چې کمیسیون یې له بیا کتنې وروسته نوم بېرته د رای ورکوونکو لړ کې راولي.
"پر ما تور پورې شوی و چې په کمپاین کې مې ګډون کړی و، ما په هېڅ کمپاین کې ګډون نه دی کړی. د رایې حق اخیستو په تړاو وایم چې زه بیا هم په تمه یم چې د شکایتونو کمیسیون پر دې پرېکړه یو غور وکړي."

د عکس سرچینه، Getty Images
یو بل مجازات شوی، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني دي چې ویل کېږي خپله نغدي جرمانه یې پرې کړې ده.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته د ۶۶ ثبت شویو شکایتونو له ډلې ۵۲ شکایتونه د ثبات او همپالنې ټېم پر دولت ساز ټېم، خو همدغه ټېم ۵ شکایتونه پر ثبات او همپالنې ټېم او ۱ شکایت یې د عدالت او امنیت پر ټېم کړی، ۱ شکایت د مسؤلیت او عدالت ټېم له خوا پر دولت ساز ټېم ثبت شوی او پاتې ۷ شکایتونه د ولسي وګړو دي.
د عدالت او امنیت ټاکنیزې ډلې، د شکایتونو کمیسیون د ارزونې میکانیزم ناسم بللی دی. ددغې ډلې د څارنې مسؤل مطیع الله ابرهیم زی وايي چې شکایتونو کمیسیون کې یې ګڼ شکایتونه ثبت کړي خو د یوه د ارزونې څرک هم و نه لګېد.
خو کمیسیون وایي تش هغه شکایتونه ثبتولی او ارزولی شي چې پوره شواهد ورسره ملګري وي. هر شکایت پنځه ورځې یا لږ وخت غواړي. خو کمیسیون د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال سرغړونې او شکایتونه، د ټاکنو تر ورځې لوی سرخوږی نه بولي. د کمشنرانو په اټکل، د هغې ورځې شکایتونه به خورا ډېر وي چې ځینې یې پایلې هم اړولی شي.









