علومي: له نورو هېوادونو نه یم راوړل شوی، بلکې وطنی یم

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند نورالحق علومي وايي، که بریالی شي د هېواد ژغورنې لپاره به ملي روغې جوړې او یووالي ته کار وکړي.

نور الحق علومي زیاتوي راتلونکو ټاکنو ته له علمي او عملي پروګرامونو سره راوتلی چې کولای شي د افغانستان ډېرې ستونزې حل کړي.

نورالحق علومي له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د ستونزو د حل یوازینۍ لار د افغان قومونو تر منځ یووالی دی او د ده په وینا چې په دې برخه کې تجربه لري.

ښاغلی علومي د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې نا امنۍ او په ټاکنو کې درغلۍ لوی خنډ بولي چې د ده پر ټکو کولای شي د ټاکنو پایله واړوي.

ښاغلي علومي بي بي سي سره په مرکه کې پر خپلو پروګرامونو ټینګار کړی چې له نورو هېوادونو نه دی راوړل شوی، بلکې د ده پر ټکو وطنی دی.

د ښاغلي علومي مرستیالان بشیر پېژن او محمد نعیم غیور دي چې د ولسواکۍ او د قانون حاکمیت له شعار سره ټاکنیزو سیالو ته راوتلي دي.

د ولسمشرۍ نوماندان د ټاکنیزو منډو ترړو په لړ کې هڅه کوي چې خپل پروګرامونه تر خلکو ورسوي او په دې توګه د ډېرو پلویانو لوری ور واړوي.

په افغانستان کې د جنګ جګړو ختم او سولې ته د رسېدو لپاره هر نوماند خپل لید لوری لري.

د سولې او جنګ په تړاو تل بحثونه کېږي، خو ولسمشریز ټاکنو ته نوماند نورالحق علومي وايي، سوله باید له بحث څخه په عمل واوړي.

ښاغلي علومي په افغان سوله کې پر بهرنیو ښکېلو لاسونو نیوکې وکړې چې د خپلو ګټو لپاره یې د سولې پروسه جنجالي کړې.

ښاغلی علومي وايي، که دی ټاکنې وګټي په سوله کې به ټول افغانان ښکېل کړي او یو افغاني حل لاره به ورته ولټوي.

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته ګوته په شمېر ورځې پاتې دي او ټاکل شوې راتلونکې شنبه ترسره شي.

د ټاکنو کمېسیون خبر ورکړی چې دوی په ټاکلې نېټه د ټاکنو ترسره کېدو ته بشپړ چمتوالی نیولی، خو نورالحق علومي ټاکنو ته اوسنی چمتوالی کم بولي.

ښاغلی علومي وايي، د ټاکنو پر وړاندې نا امني او په دې بهیر کې درغلي لویه ننګونه ده چې ممکن پایلې یې جنجالي شي، نو پکار ده چې دا بهیر لږ وځنډول شي.

نور الحق علومي وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وو او بیا یې له دندې استعفا وکړه. په دې وروستیو کې د ولسمشریزو ټاکنو دوه نوماندان، ولسمشرۍ ته د یوه بل نوماند په ګټه له خپلې نوماندۍ تېر شوي.

ښاغلی علومي وايي، په ده هم له بېلا بېلو خواوو فشارونه دي چې د یوه نوماند په ګټه له نوماندۍ تېر شي، خو پر وینا یې د ده ټاکنیزې ډلې او پلویانو تراوسه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.