''افغان ځواکونو د کران او منجان ولسوالۍ او پکې د لاجوردو کان بېرته ونیول"

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان شمال ختیځ بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، وسله وال طالبان یې له کران و منجان ولسوالۍ او له له لاجورد کان په شا کړي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.
د افغانستان دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ (وږی ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د خلکو د پاڅون او امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملتیا دا ولسوالي د دولت لاس ته ولوېده.
دفاع وزارت ادعا کوي چې د ولسوالۍ د نیولو عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، ځینې طالب جنګیالي امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
په تېرو څو ورځو کې افغان دولتي ځواکونو د بدخشان له وردوج ولسوالۍ نه وسله وال طالبان له پنځه کلنې واکمنۍ وروسته او پر یمګان ولسوالۍ له څلور کلنې واکمنۍ وروسته شا ته کړي دي.
د بدخشان د والي دفتر پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د طالبانو ضد د خلکو پاڅون د کران او منجان ولسوالۍ د بېرته نیولو کې مهم رول ولوباوه
طالبان سږ کال د کران او منجان ولسوالۍ د لاجوردو کان ونیو او بیا یې دا ولسوالي ونیوه. د بدخشان د لاجوردو کان د دغه ولایت د عوایدو مهم سرچینه ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې مخکې د روانې اونۍ د دوشنبې پر ورځ افغان امنیتي ځواکونو ادعا وکړه، چې له څلورو کلونو وروسته یې د بدخشان یمګان ولسوالۍ د طالبانو له ولکې بېرته ونیوله.
د یمګان ولسوالۍ په ګاونډ کې وردوج ولسوالۍ یو له هغو درېو ولسوالیو وه چې واک یې له طالبانو سره وو خو دوه ورځې وړاندې دا ولسوالۍ هم د افغان ځواکونو په واک کې ولوېده.
د بدخشان والي محمد ذکریا سودا ویلي و چې دا ولسوالۍ بېرته د امنیتي ځواکونو لاسته لوېدلې او د هغو سیمو د بیا نیولو لپاره هم عملیات روان دي چې د طالبانو په واک دي.
بل لور ته پر همدې ورځ (دوشنبه ۹ سپتمبر) د افغانستان په تخار ولایت کې سیمه ییزو سرچینو وویل، طالبانو د دې ولایت پر خواجه غار او ینګي قلعه ولسوالیو بریدونه کړي او جګړه روانه ده.
پر دویمه ورځ (سه شنبه سپتمبر ۱۰) د افغانستان شمال ختیځ ته په تخار ولایت کې ځايي چارواکو ومنله چې وسلوالو طالبانو د دغه ولایت دوې ولسوالۍ درقد او ینګي کلا نیولې دي.








