'تخار کې نامسول وسله وال طالب‌ضد جګړې په پلمه وسلې پورته کوي'

تخار

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بدخشان، تخار، کندوز او بغلان ولایتونو اوسېدونکي په وروستیو میاشتو کې د اخ و ډب تازه څپو او بې ځایه کېدو شاهد وو

تخار ولایت کې نامسووله وسله والې ډلې چې ځینې یې په وژنو، تښتونو او نورو جرمونو تورن دي، طالبانو سره د جګړې په پلمه وسلې پورته کړي.

د تخار اوسېدونکی احسان الله پیمان وايي، خلک ډارېږي چې که د سولې روانې خبرې اترې نتیجه ورنه کړې، د نامسووله وسله الو ډلو شتون به، په اوږد مهال کې خلکو ته سخت سرخوږی وي.

د بدخشان، تخار، کندوز او بغلان ولایتونو اوسېدونکي په وروستیو میاشتو کې د اخ و ډب تازه څپو او بې ځایه کېدو شاهد وو، خو د کندوز اوسېدونکي بیا له نورو ولایتونو لا ډېر زیانمن شوي.

دغه ولایت په څو کلونو کې درې وارې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ لاس په لاس شو.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په وروستیو ورځو کې د دغه ښار په کوڅو کې یو وار بیا خلک د نښتو، اخ و ډب او ډزو شاهد وو.

ښځې او ماشومان بیا هم اړ شول چې شپې په ویښه سبا کړي.

د کندز یو مدني فعال میرویس شریعتمداری، بي بي سی ته وویل، د جګړې دوام د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی، خو بیا هم د جګړې پای ته رسېدو او د سولې ټینګښت ته په تمه دي.

کندوز ته څېرمه درقد، ینګي کلا، خواجه بهاالدین، دشت کلا او خواجه غار او بغلان سره په پوله پرته اشکمش د تخار له ناکرارو ولسوالیو دي چې ډېر وخت په کې نښتې او وینې تویې شوې دي.

مخکې تر دې د جګړو لمنه د تالقانو تر دروازو پراخه شوې چې ورسره په زرګونو کورنۍ بې ځایه او د خلکو کروندې ویجاړې شوې.

ملیشه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو اترو سره هم مهاله، د بدخشان په ځینو ولسوالیو کې هم جګړه توده شوې

د کوکچې د پورې غاړه ولسوالیو یو قومي مشر راز محمد وايي، د جګړې دوام او بې ځایه کېدل، اوس د دې ولسوالۍ اوسېدونکي اړ کړي چې بیا هم نورو هېوادونو ته د کډوالۍ سوچ وکړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو اترو سره هم مهاله، د بدخشان په ځینو ولسوالیو کې هم جګړه توده شوې. امنیتي ځواکونو د طالبانو ترولکې لاندې ولسوالیو د بېرته نیولو عملیات پیل کړي.

د بدخشان قومي مشر نذیر احمد وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو اترو، د جګړې پایته رسېدو هیلو پرځای، په دغه ولایت کې د جګړې لامل شوی.

د شمال ختیځو ولایتونو اوسېدونکي وايي چې اوس یې د افغانانو ترمنځ خبرو اترو ته هیله من شوي.

دوی وايي، باوري دي چې که د سولې خبرې اترې نتیجه ورکړي، د سیمې په کچه شته اقتصادي وړتیا کولی شي، د هېواد اقتصاد او د خلکو د کار روزګار په ښه والي کې خورا اغېز ولري.