د امریکا کانګرس خلیلزاد له طالبانو سره د هوکړې په اړه وضاحت ته ور غوښتی

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا کانګرېس د بهرنیو چارو کومیټې د افغان سولې لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نه غوښتي چې له طالبانو سره د سولې تړون په هکله د وضاحت لپاره د دې کومیټې ځانګړې ناستې ته ور شي.
د ولسمشر ټرمپ سیال ډیموکراټ ګوند په ولسي جرګه کې اکثریت لري.
د کانګرېس د بهرنیو چارو د کومیټې مشر ایلیټ اېنګل پرون د سپټببر پر پنځمه د زلمي خلیلزاد په نوم دا لیک لېږلی دی.
ښاغلي اېنګل په خپل لیک کې زلمي خلیلزاد ته لیکلي، کانګرس غواړي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون پر ګټو، تاوانونو او احتمالي پایلو پوه شي.
په دې لیک کې راغلي چې د امریکا او افغانستان ولسونه غواړی وپوهېږي چې د افغانستان لپاره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې ډیپلوماټیکه ستراتیژي څه ده.
په لیک کې ویل شوي ، کانګرېس غواړي باوري شي چی امریکا په افغانستان کې د سولې تړون لاسلیکوي، نه د ځواکونو د ایستلو تړون.
د دې لیک له مخې د کانګرس یادې کومیټې تر دې وړاندې هم دوه ځله، لومړی په فبرورۍ او بیا په اپرېل میاشت کې، زلمی خلیلزاد د وضاحت لپاره ور غوښتی و، خو دواړه ځله نوموړی د دې کومیټې پر وړاندې حاضر نه شو.
د دې لیک ژبه تنده ده او ښاغلي خلیلزاد ته ویل شوي چې دا ځل باید د کومیټې ناستې ته ورشي او د پورته مسلو سپیناوی وړاندې کړي.
دوحې ته د خلیلزاد سفر

د عکس سرچینه، AFrg
په همدې مهال یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، زلمی خلیلزاد افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له قومندان سکاټ میلر سره په ګډه دوحې ته تللی. خو مالومه نه ده چې دوی له طالبانو سره د لسم پړاو خبرې پیلوي که نه.
د زلمي خلیلزاد له څو میاشتنیو هلو ځلو وروسته بلاخره تېره اوونۍ افغان طالبان او امریکایان د سولې د هوکړې پر تړون سره سلا شول.
خو افغان حکومت د دې تړون په اړه اندېښنه وښوده، او اوس سرچینو بي بي سي ته منلې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني به د سپتمبر پر دیارلسمه واشنګټن ته ځي او خپلې اندېښنې به له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره شریکوي.
له افغان حکومت پرته یو شمېر جګپوړو پخوانیو امریکایي دیپلوماتانو هم، چې کابل کې د امریکا پخواني سفیران هم پکې شامل دي، له طالبانو سره پر شوې هوکړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې په بیره له افغانستانه د ځواکونو ایستل به لویه تېروتنه وي.

د عکس سرچینه، UNITED STATES CONGRESS








