د ټاکنیزو کمیسیونو پخواني مشران او ۹ نور چارواکي په بند محکوم شول

په کابل کې یوې لومړنۍ محکمې نن د سه شنبې پر ورځ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پخوانیو مشرانو په ګډون لس پخواني غړي په پنځه پنځه کاله بند محکوم کړل. په دوی کې د ټاکنو د کمیسیون پخوانی مشر عبدالبدیع صیاد او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پخوانی مشر عبدالعزیز اریایي هم شامل دي.

پر دې چارواکو تور و چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې یې رایو شمېرنه کې لاسوهنه کړې او له خپلو دندو یې ناوړه ګټه اخیستې.

دا حکم د درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د محکمې د ناستې په دوېیمه ورځ صادر شو. یاده محکمه وايي دا تورن کسان د استیناف حق لري.

په همدې محکمه کې د ټاکنو د کمیسیون د ټکنالوژۍ او د دارالانشا پخواني رییسان بري شول.

د افغانستان تېرې پارلماني ټاکنې له ناندریو ډکې وې او پخپله افغان حکومت او ولسمشر محمد اشرف غني هم اعتراف کړی چې جدي ستونزې یې درلودې.

د دې ټاکنو پایلې له کابو شپږم میاشتو ځنډ وروسته پیل شوې، خو شمېر کاندیدان چې دې ټاکنو کې ناکامه اعلان شوي وو، تر اوسه پورې د پایلو پر ضد احتجاجونه کوي.

په دوی کې یو شمېر هغه ښځینه کاندیدانې هم دي چې په پلازمېنه کابل کې یې له څو میاشتو راهیسې د اعتراف خیمه درولې وه، خپلې شونډې یې ګڼدلې وې او یو مهال یې ځانونه په پنجره کې بند کړي وو.

ولسمشر غني په فبرورۍ میاشت کې د دواړو کمېسیونونو د دارالانشاء مشران، د کمېسیونونو د سرپرستانو په توګه وټاکل. له هغه وروسته د افغانستان لویې څارنوالۍد ټاکنو کمېسیونونو مشران ممنوع الخروج اعلان کړل.

له دې ګام وروسته د دواړو کمیسیونونو مشرانو د ولسمشر پرېکړه د قانون خلاف بللې وه او د ارګ د حکم د نه منلو اعلان یې کړی و.