تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ګلاجان عبدالبدیع صیاد د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ټاکل شوی
د افغانستان ټاکنو خپواک کمېسیون مشر په توګه ټاکل شوی ګلاجان عبدالبدیع صیاد وايي کمېسیون پر خپل وخت د ټاکنو لپاره بشپړ چمتوالی لري. نوموړي د کمېسیون مشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته د خپلو کاري لومړیتوبونو په تړاو له بي بي سي سره خبرو کې نوموړي وویل:
''د دارلانشا د رییس ټاکنې لپاره ولسمشر ته د کسانو ور پېژندل، د مرکزونو ارزونه ده، چې دې لپاره د شکایتونو کمېسیون څېړنه روانه ده، چې د دې مرکزونو نهايي شمېره به اعلانوو او د ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د نومونو نوملړ جوړول دي، چې د هغه لپاره به د پیل شوي کار بهیر لړۍ چټکه کړو، چې د رایې ورکونکو نوملړ په خپل وخت چمتو کړو. ''
له دې مخکې د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون وویل، ښاغلی صیاد یې د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر په توګه ټاکلی دی.
د دغه کمېسیون یوې غړې ملیحه حسن بي بي سي ته وویل، د نن چارشنبې فبرورۍ لومړۍ په ټاکنو کې وسیمه بادغیسي د عملیاتي مرستیالې او معاذالله دولتي د دغه کمېسیون د مالي مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
څه موده مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه کمېسیون مشر نجیب الله احمدزی له دندې ګوښه کړی و.
ښاغلی احمدزی یو کال مخکې د کمېسیون نورو غړو له لوري د مشر په توګه ټاکل شوی و.
د ټاکنیزو او ټاکنیزو شکایتونو ارزونې کمېسیونونو له یوه کاري کاله وروسته پر دغو کمېسیونونو نیوکې ډېرې شوې او یو شمېر کسانو یې د انحلال یا پکې کې د بنسټیزو اصلاحاتو غوښتنه کوله.
له هغه وروسته ولسمشر غني د غوراوي له کمېټې وغوښتل نوی کس ور وپېژني او حفیظ الله هاشمي د کمېسیون غړي په توګه وټاکل شو. ۴۳ کلن ګلاجان عبدالبدیع صیاد کابل کې زېږېدلی، په خټه پښتون دی. نوموړي د دکتورا تر کچې زد کړې کړې دي.
نوموړی له ۱۳۸۹ راهیسې تر اوسه د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي استاد و. نوموړي دغه راز د کاروان خصوصي پوهنتون د علمي مرستیال او استاد، د دعوت پوهنتون استاد او د افغانستان بانک شرعي بورډ غړي او د سولې مطالعاتو اسلامي مرکز رییس په توګه هم دنده تر سره کړې.
د پاکستان او مصر پوهنتونونو کې یې هم د استاد په حیث دنده درلوده او په پښتو ژبه یې د مصر ملي ټلویزون کې ویاندې کړې ده. نوموړی په پښتو، فارسي، انګلیسي، عربي او اردو ژبو خبرې کولای شي.
د ټاکنو کمېسیون اووه غړي لري، چې ولسمشر غني یې د تېر کال لیندۍ میاشت کې درې غړي (ګلاجان عبدالبدیع صیاد، رفیعالله بیدار او معاذالله دولتي) د درېیو کلونو لپاره او څلور نور غړي (وسیمه بادغیسي، عبدالقادر قریشي، ملیحه حسن او نجیبالله احمدزی) د څلورو کلونو لپاره وټاکل. ښاغلی هاشمي د ښاغلي احمدزي ځای ناستی دی.