تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون نوی غړی ټاکل شوی
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري ویل شوي، سید حفیظ الله هاشمي یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړي په توګه ټاکلی دی.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د درېیو په شرایطو برابرو کاندیدانو د اسنادو تر ارزولو وروسته، ښاغلی هاشمي پر دغې دندې ګومارل شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ولسمشر، اجراییه رییس، د ولسمشر دویم مرستیال، د قاضي القضات او لوی څارنوال په شتون کې له کاندیدانو سره تر مرکو وروسته دا پرېکړه شوې ده.
نوموړی وړاندې د افغانستان مشرانو جرګې د دارالانشا د رییس په توګه کار کاوه.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخواني رییس نجیب الله احمدزي له ګوښه کېدو وروسته، ولسمشر محمد اشرف غني د غوراوي کمېټې ته امر وکړ چې بیا خپل کار پیل کړي او د ښاغلي احمدزي تشې څوکۍ ته کاندیدان وروپېژني.
ښاغلي هاشمي له دې مخکې د افغانستان مشرانو جرګې د دارلانشا رییس په توګه دنده لرله.
د افغانستان ټاکنو کمېسیون غړي
دغوراوي کمېټه د سترې محکمې، بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د اساسي قانون پلي کېدو څار کمېسیون، د مدني ټولنې یوه استازي او د ښځو حقونو فعالانو له استازو جوړه ده.
د دغې کمېټې مشر جاوید رشیدي د تېرې شنبې پر ورځ وویل، د افغان حکومت مشرانو د 'سیاسي ملاحظاتو ' له کبله و نه شوای کړی د ښاغلي احمدزی ځای ناستی له هغه نوملړه وګوماري، چې تېر منی ولسمشر ته استول شوی و، چې په وینا یې له همدې کبله کمېټې دویم ځل کار پیل کړی.
ښاغلی رشیدي وايي، سږ کال یې د ۵۷ کسانو غوښتنلیکونه تر لاسه کړي دي، چې درې باید ولسمشر ته ور وپېژندل شي.
پروسږ کال دغې کمېټې ولسمشر ته ۲۱ کسان ورپېژندلي وو، چې له هغوی نه ولسمشر غني اووه کسان د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړیتوب لپاره وټاکل.
د قانون له مخې له دغو کسانو نه د یوه یا یو شمېر کسانو د مړینې، استعفا یا ګوښه کېدو په صورت کې ولسمشر کولای شي پر ځای یې له هماغو ۲۱ کسانو بل یا نور وټاکي.
د قانون له مخې باید پارلماني ټاکنې ۱۳۹۴ کال کې شوې وای، د اوسنۍ ولسي جرګې کاري دوره شاوخوا دوه کاله وړاندې پای ته رسېدلې ده، خو هغه مهال حکومت وویل ټاکنو ته شرایط نه دي برابر او تر راتلونکو ټاکنو یې د جرګې کار وغځاوه.
د ټاکنو کمېسیون د ۱۳۹۷ لمریز کال د چنګاښ ۱۶ د پارلماني ټاکنو ورځ اعلان کړې ده، خو په دې اړه هم اندېښنې شته، ځکه کمېسیون هم مشروط چمتووالی ښوولی.