وتلی افغان خبریال محمد اکبر ایازي وفات شو

د عکس سرچینه، Azadi Radio
وتلی افغان خبریال محمد اکبر ایازي تېره ورځ د پنځه شپیتو کلونو په عمر په واشنګټن کې په حق ورسېد. د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون ګڼ شمېر افغان چارواکو، فرهنګیانو او خبریالانو د نوموړي په مړینې خواشیني ښودلې.
محمد اکبر ایازي د محمد انور خان ایازي زوی په ۱۳۳۳ کال کې په کندهار ښار کې زېږېدلی و. نوموړی په وروستیو څو کلونو کې امریکا غږ شبکې سره د منځنۍ او سویلي اسیا د څانګو عمومي مشر پاتې شوی و.
ښاغلي ایازي خپلې لومړنۍ، منځنۍ او د لېسې زده کړې په کندهار کې ترسره کړې وې او د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځي فارغ شوی و.
نوموړي د هند له جواهر لال نهرو پوهنتون څخه په تخنیکي مدیریت کې ډيپلوم اخېستی و.
امریکا غږ په خپله وېبپاڼه د اکبر ایازي لنډ ژوندلیک خپور کړی چې په کې راغلي، اکبر ایازي، لومړی په کابل کې د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون سره د خبریال په توګه کار کاوه چې پر افغانستان د پخواني شوري اتحاد تر یرغل وروسته امریکا ته کډوال شو او هلته یې له امریکا غږ سره کار پيل کړ.

د عکس سرچینه، ARG
نوموړي په امریکا غږ کې دوه ځله د ۲۴ کلونو لپاره کار کړی او لس کاله نور په پراګ کې د ازادي راډیو مشر پاتې شوی.
افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د ښاغلي ایازي په مړینه خواشیني ښودلې ده او دا یې د رسنیو په ډګر کې لویه تشه یاده کړې ده.
پر ولسمشر سربېره یو شمېر نورو چارواکو، فرهنګیانو او خبریالانو په ټولنیزو رسنیو کې په دې اړه پيغامونه لیکلي او ډېرو د هغه د صداقت او افغانستان سره د مینې یادونه کړې ده.
له دې ډلې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې اکبر ایازي د هېواد سابقه دار او تکړه لیکوال او ژورنالېست و چې د خپل عمر په اوږدو کې یې د مطبوعاتو په برخه کې بې ساري او د قدر وړ خدمتونه تر سره کړي دي.
محمد اکبر ایازي په لومړي ځل په ۱۳۸۸ کال کې د ازادۍ راډیو او ملي ټلویزیون له لارې د ټاکنیزو مبارزو لپاره له نوماندانو سره مناظره وکړه چې بیا وروسته نورو رسنیو هم ورته کار وکړ
نوموړي له امريکا غږ سره په خپله يوه مرکه کې ويلي و چې له ژورنالېزم سره يې له کوچنيوالي مينه وه.
له نوموړي درې لوڼې او یو زوی پاتې دی.








