تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان له خپلواکۍ وروسته دوه لوی ټولنیز بدلونونه
د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت د بي بي سي د ځانګړو راپورونو په لړ کې مو دا ځل د امان الله خان ټولنیزو بدلونونو ته کتنه کړې ده.
ټیک یوه پېړۍ وروسته د شاه امان الله خان له تاریخي بدلونونو وروسته چې یو پرمختګ غوښتونکی پاچا و، د لومړي ځل لپاره افغان هندوان او سیک لږکي د افغانستان په ولسي جرګه کې یو استازی لري.
تاریخپوهان وايي پوځي لیکو ته د هندوانو او سیکانو ورګډېدل او له هزاره ګانو د مرییتوب لرې کول چې ۱۳۰۳ زیږدیز کال د پغمان په لویه جرګه کې د اساسي قانون په تعدیل سره تصویب شول د هغه مهال له مهم بدلون څخه شمېرل کېږي.
په کابل کې زموږ خبریال صابر عزیز په خپل راپور کې وایي دا خوځښتونه، د اماني دورې د مهمو ټولنیزو اصلاحاتو دوې مهمې برخې شمېرل کېږي.
د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پرمهال، افغان هندوان او سیکان د یو لړ ټولنیزو محدودیتونو تابع وو، چې له هغې ډلې یو دا چې دې لږکیو نه شول کولای د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې خدمت وکړي.
مذهبي خپلواکي یې هم محدوده وه او ډېر کلونه یې په ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ګوښه والي کي تېر کړل.
خو شاه امان الله خان د خپل نیکه عبدالرحمن خان پر خلاف، یوه پېړۍ پخوا د اصلاحاتو زنګ وکړنګاوه چې تاریخي بدلونونه یې تر شا پرېښودل.
یو له دغو دوو مهمو ټولنیزو اصلاحاتو د افغان وګړو ترمنځ د برابرۍ رامنځته کېدو لامل شو.
یوه پېړۍ وروسته، نریندر سینګ خالصه، د افغان هندوانو او سیکانو په استازیتوب د افغانستان ولسي جرګې ته لار موندلې ده، هغه وایي له خپلو نیکونو یې اورېدلي چې دوی ښوونځیو ته د تګ، په ادارو کې د کار کولو، د امنیتي ځواکونوله لیکو سره د یو ځای کېدو او دارنګه د سیاسي فعالیت حق نه درلود.
خو کله چې په پغمان کې د شاه امان الله له خوا لویه جرګه جوړه شوه، نوی اساسي یې تصویب کړو، له دې لږکیو هم یاد ټولنیز محدودیتونه لرې شول.
نریندر سینګ چې اوس یې د ولسې جرګې د غړیتوب څوکۍ لاسته راوړې وایي اوسني ټول حقونه د امان الله خان له فرمان وروسته په لاس ورغلي دي:
"له اماني دورې مخکې افغان سیک او هندوان له خپلو ډېرو حقونو محروم وو، خو له هغې وروسته امان الله خان موږ ته ټول حقونه راکړل، مذهبي مراسم مو ازاد شول، په پوځي او ملکي ادارو کې راته د خدمت حق راکړل شو، تجارت او شخصي کارو بار ته مو مخه کړه او دا نن چې څه لرو ټول د امان دروې له برکته دي، موږ ویاړو چې افغانان یو."
له اماني دورې را وروسته افغان هندوانو او سکانو د مذهبي مراسمو تر سره کولو حق تر لاسه کړ، سوداګرۍ ته یې مخه کړه، پوځ کې تر جنرالۍ او ملکي ادارو کې تر وزارته ورسېدل.
د نریندر سینگ خالصه پلار رنجیټ سنګ خالصه یو له هغو افغان سیکانو وو چې په پوځ کې خدمت وکړي او د ډګروالۍ ربته په اوږو وټومبي.
د امان الله خان دورې د نظامنامې یا اساسي قانون په لسمه ماده کې راغلي چې د افغانستان ټول وګړي مساوي حقونه لري او هېڅ ښځه او نارینه څوک په مرییتوب نه شي نیولی.
له دې وړاندې مرییتوب یا په غلامۍ نیول یو عام دود ګرځېدلی و او تر ډېره به هزارګان په مرییتوب نیول کېدل.
تاریخپوهان یې لامل دا بولي چې هرازه توکمه لږکیو د عبدالرحمن خان د مرکزي حکومت تابعیت نه کاوه او مالیه یې هم نه ورکوله نو ځکه خو عبدالرحمن خان د هغوی نارینه غلامان او ښځې وینځې اعلان کړې وې.
په تاریخي کتابونو کې راغلي، هغه وخت به یو غلام د وخت په پیسو له دوو تر دریو پیسو پیر او پلور کېدا، د کابل پوهنتون د تاریخ څانګې آمر ډاکټر عزیز احمد رهمند وایي د امان الله خان د اصلاحاتو یوه برخه هم دا وه چې مرییتوب یې لغوه کړ.
تاریخپوهان وایي چې د امان الله خان دا کار ددې لامل شو چې د یادو لږکیو په ژوند کې پراخ مثبت بدلونونه راشي او پرمختګ ته مخه کړي.
د غازي امان الله خان د واکمنۍ دور، د افغانانو په ځانګړي ډول د لږکیو لپاره یوه زرینه دوره بلل کېږي.
تاریخي شواهد په ډاګه کوي، چې د افغانستان دغه اصلاح غوښتونکی پاچا، سره له دې چې ځينې اصلاحي پروګرامونه یې د افغانستان له دودیزې ټولنې سره په ټکر کې بلل شوي، خو هغه فرمان چې له مخې یې په لږکیو محدودیتونه لرې شول ددې لامل شول چې افغان لږکي په افغاني ټولنه کې له سیاسي او ټولنیز اړخ یو ښه ځای ته ورسېږي.