تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دارالامان ماڼۍ؛ د ۱۰۰ کلن تاریخ د هسکو او ژورو شاهده
- Author, صابر عزیز
- دنده, بي بي سي
د اماني دورې هغه ودانۍ چې د افغانستان د تېر سل کلن تاریخ په اوږدو کې د ټولو ښو او بدو ورځو شاهدې پاتې شوې، ځينو واکمنو پکې له اوسېدو خوند اخیستی، ځینو پکې سرونه بایللي او ځینو نورو بیا په بمونو او توغندیو ویشتلې دي.
دارالامان او تاج بیک ماڼۍ په دې موده کې څو ځلې ورانې او بېرته رغول شوې، خو لا یې هم پر بدن شته زخمونه د تېرو ورځو او تر شا یې د پرتو کیسو ګواهي ورکوي.
د افغانستان پلازمېنې کابل په سوېل لویدیځه څنډه کې د نسبتاً ټیټو غونډو په سر پرتې تاریخي ودانۍ، ددغه هېواد د تېرو سلو کلونو او له هغې وړاندې پېښو حکایت کوي.
د افغانستان د خپلواکۍ سلمې کلیزې په پوره کېدو سره دارالامان ماڼۍ عمر هم له سلو کلونو اوښتی، هغه ودانۍ چې د تېرو سلو کلونو په لړ کې د ټولو بدلونونو شاهدې پاتې شوې ده.
ددې تاریخي ودانۍ په بدن هغه زخمونه چې بار بار تازه شوي او بیا پرې پټۍ اېښودل شوې دي.
دارالامان ماڼۍ د امان الله خان په وخت کې جوړه شوه، د وخت دغه پادشاه د دوو کلونو لپاره د هېواد چارې له دې همدې ودانۍ اداره کولې او ټولې دولتي ادارې پکې فعالې وي.
دارالامان ماڼۍ ۱۳۴۷ کال کې ټولګټو وزارت وو چې د برېښنا د شارتۍ له امله یې دریم پوړ وسوځېد، خو بېرته ورغول شوه او وروسته د وخت عدلیې وزارت ترې استفاده کوله.
۱۳۵۵ کال کې د داوود خان د واکمنۍ پر مهال د اساسي قانون د تصویب لویه جرګه په دې قصر کې جوړه شوی وه.
د حفيظ الله امين په وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ټوله دستګاه یوځل بیا د دارالامان قصر ته ولېږدول شوه خو په ۱۳۵۸ کال کې د جدې په شپږمه د پخواني شوروي د برید پر مهال دغه ودانۍ یو ځل بیا په اور کې وسوځېده.
له دغه ودانۍ د وخت د بل واکمن نجیب الله پر مهال دفاع وزارت وو چې د شهنواز ټني د کودتا پر مهال یې بیا زیان ولید، خو بېرته بیا جوړه شوه.
وروستی درد دې ودانۍ د مجاهدینو خپل مینځو جګړو کې ورسېد، لوی بمونه پرې وغورځول شول او نژدې لویه برخه یې ویجاړه شوه.
انجینر جاوید چې اوس ددې ودانۍ د جوړولو چاره په غاړه لري وایې دارالامان ماڼۍ نژدې اویا سلنه ویجاړه شوې وه چې بیا جوړولو یې نژدې څلور کاله وخت ونیوه:
"اول ځل چې موږ دلته راغلو ددې ودانۍ لویه برخه ویجاړه شوي، لوی لوی بمونه پرې غورځول شوي وو، خپله د امان الله خان دفتر بیخې ویجاړ شوی و."
خو د دارالامان ماڼۍ شاته په همدې سوېل لوېدیځ لور پرته تاج بیک ماڼۍ. دا ماڼۍ له دارالامان ماڼۍ څخه نژدې ۱۲۴ کاله پخوا ودانه شوې، له هغې یې هم ډېر دردونه او بدې ورځې لیدلې دي.
ددې ودانۍ په دېوالونو لاهم، د مرګ او ژوند شعارونه، د الوتکو او جنګي وسایلو انځورونه شته.
شیرزی چې په دې ودانۍ کې کار کوي وایي کله چې ماڼۍ ته د کاریګر په توګه دننه شو، د وېرې او ډار احساس یې کاوه، هرې خواته یې د تېرو بدو ورځو انځورنه لیدل کېدل.
تاج بیک ماڼۍ ۱۱۷۴هـ ش چې ۱۷۹۵ میلادي سره برابر دی د وخت د واکمن شاه زمان د تیمور شاه د زوی او احمد شاه ابدالي د لمسي لخوا جوړه شوې وه.
د وروستي ځل لپاره په ۱۳۵۸ د وخت واکمن حفیظ الله امین دا ودانۍ خوښه کړه او له هغې د قصر خلق په توګه ګټه اخیسته .
وروسته خپله امین هم په دې ودانۍ کې د پخواني شوروي پوځيانو لخوا مسموم شو او واک یې ترې مخالف لوري پرچمیانو ته ولېږداوه.
انجینر مخلص چې اوس دا ودانۍ بیا جوړوي وایې تاج بیک ماڼۍ ډيره زیاته ویجاړه شوې وه او اولي حالت ته یې راګرځول ډېر نور کار هم غواړي.
دا ودانۍ د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله تر ډېره د پوځيانو د پام وړ وه، ځکه خو پرې لوی بمونه غورځول شوي او توغندي بریدونو ښکار ګرځېدلې ده.
اوس یو ځل بیا افغان حکومت دا او دې ته ورته پخوانۍ ودانۍ بیا رغولې او چارواکي وایې د تاریخي ځایونو په توګه به ترې ګټه اخیستل کېږي.