طالبان: د کشمیر لانجه له افغان سولې بهیر سره هېڅ تړاو نه لري

طالبان

د عکس سرچینه، BBC/Getty Images

د عکس تشریح، طالبان وایي د کشمیر مسئله د افغان سولې بهیر سره هېڅ تړاو نه لري

افغان طالبانو ویلي، په کشمیر کې روان وضعیت او د پاکستان او هند ترمنځ سیاسي ناندرۍ د افغان سولې له بهیر سره هېڅ تړاو نه لري.

طالبانو له هند او پاکستان دواړو غوښتي چې داسې ګامونه پورته نه کړي چې په سیمه کې تاوتریخوالي او ستونزو ته لار پرانیزي او د دوی په وينا د کشمیري ولس حقوق تلف کړي.

د طالبانواعلاميه وايي چې د ځينو جهتونو لخوا د کشمیر مسئلې ته د افغانستان په مسائلو پورې ربط ورکول، د وضعیت له ښه والي سره هیڅ مرسته نه شي کولای، ځکه د دوی په وينا د افغانستان موضوع هیڅ ربط نه ورسره لري او نه باید افغانستان د نورو هېوادونو د سیالۍ ډګر وګرځي.

د یادونې وړده چې یو شمېر پاکستاني سیاستوالو او چارواکو د کشمیر لانجه د افغانستان د سولې د پروسې او هلته د جګړې له ختمېدو سره تړلې بللې وه، خو طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي:

"موږ له جنګ جګړو څخه د ترخو تجربو په درلودلو سره په سیمه کې د ارام او د مسائلو په معقولو لارو د حل غوښتنه کوو "

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هند کشمیر کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای کړي دي

تر دې وړاندې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستانه غوښتي وو چې د کشمیر او افغانستان مسئلې دې نه سره ګډوي او په سیمه کې د فعالو ورانکارو پر ضد دې ګامونه پورته کړي.

یاده دې وي چې د هند حکومت روانه اوونۍ په یوه ناڅاپي ګام کې د کشمیر ایالت ځانګړی حیثیت ختم کړ او هلته یې زرګونه پوځیان ځای پر ځای کړل.

له هغه راهیسې په سیمه کې وضعیت تاوجن دی، بازارونه تړلي دي، عادي ژوند په ټپه درېدلی او په سیمه کې مخابراتي شبکې بندې دي.

پاکستان د هند حکومت دا ګام غندلی او تور لګوي چې د هند واکمن ګوند په ګشمیر کې عام خلک وژني او غواړي چې هلته د مسلمانانو اکثریت ختم کړي.

ملګرو ملتونو د پنجشنبې پر ورځ ویلي، د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هند د ځانګړي حیثیت ختمولو له پرېکړې وروسته هلته پر مخابراتو بندیز "د بشري حقونو وضعیت لا پسې ترینګلی کړی" چې په وینا یې دوی یې په اړه ژوره اندېښنه لري.

د ملګرو ملتونو یوه ویاند ویلي، کشمیر کې پر مخابراتي اسانتیاوو بندیز لګول شوی، مشران په ناقانونه توګه توقیف شوي او پر سیاسي غونډو بندیز لګول شوی دی.

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبانو تر دې دمه له افغان حکومت سره مخامخ خبرې نه دي کړې

طالبانو دا اعلامیه په داسې وخت کې خپره کړې ده چې په دوحه کې له تېرو څو ورځو راهیسې د دې ډلې او امریکایي پلاوي ترمنځ د سولې د خبرو اتم پړاو دوام لري.

په تېرو څو ورځو کې دواړو خواو ویلي چې اختلافات له منځه تللي دي او پر ګڼو مسئلو هوکړې ته سره نږدې شوي دي.

رپوټونه وایي چې په نږدې راتلونکي کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د هوکړې تمه شته.

خو د دې قضیې یو بل اړخ، یعنی افغان حکومت تر دې دمه نه دی توانېدلی چې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کېني.

که څه هم یو شمېر افغان چارواکو د بین الافغاني مذاکراتو په چوکاټ کې له طالبانو سره لیدلي، خو دا ډله تر دې دمه له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته نه ده چمتو شوې.