طالبان: له امریکا سره هوکړه کې لوی خنډونه لرې شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان طالبانو هم تاييد کړې، چې افغانستان کې د جگړې پاى ته رسولو لپاره د امريکا له متحده ايالتونو سره يوې هوکړې ته د رسېدو په وړاندې لوى خنډونه لرې شوي دي. طالبان وايي اوس يوازې پرتخنيکي مسالو بحثونه پرځاى پاتې دي.
خبريالان وايي دا ښيي چې طالبان اوس له افغان دولت سره د خبرو نه کولو دريځ نه په شا شوي وي.
تېره ورځ د افغان سولې له پاره د امريکا ځانگړي استازي زلمي خليلزاد ويلي و،چې له طالبانو سره د سولې يوې هوکړې رسېدو ته خورا نژدې شوي دي.
د بي بي سي د انګلیسي څانګې خبریاله لیزدوسیت چې په دوحه کې دی وايي، ده نښو نښانو داسې ښکاري چې د افغان سولې په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او ټول هغه خنډونه له مخې لرې شوي چې دې هدف ته رسېدل یې له ځنډ سره مخامخ کړي و.
په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو لړ کې د تخنیکي ټیمونه خبرې دوام لري، دوی پر دې خبرې کوي چې څنګه کېدای شي شوې هوکړه عملي کړي. په تېرو څو ورځو کې چې د روانو خبرو اتم پړاو بلل کېږي پر پاتې موضوع ګانو کې د پام وړ پرمختګ شوی.
ویل کېږي طالبان له حکومت سره د مخامخ خبرو په برخه کې له خپل دریځه په شا شوي او دایې منلې چې له حکومت سره به خبرې کوي.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش، له افغان حکومت سره مخامخ خبرې او اوربند د خبرو په وړاندې لوی خنډونه بلل کېدل. دواړه لوري وايي د خبرو پای ته رسېدو په وړاندې د پرتو خنډونو په لرې کولو سلا شوي خو تفصیل یې نه دی ورکړی.
د افغان سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد په مشروط ډول د سرتېرو د وتلو خبره کړې. څو ورځې وړاندې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکايي چارواکو په حواله رپوټ ورکړی و چې د ځواکونو د وتلو لپاره شرطونه دادي چې طالبان باید له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، اوربند وکړي او له القاعده ډلې سره اړیکي پرې کړي.
د همدې هڅو په لړ کې د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جېشنګر پر ټویټر یوه بیان کې ویلي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره یې پر دې خبرې کړي چې هند څنګه کولی شي د افغان سولې په تړاو اغېزناک ګډ کار وکړي.
په دې لیدنه کې چې پرون ترسره شوې ښاغلي خلیلزاد د هند د بهرنیو چارو وزیر ته د افغان سولې په برخه کې شويو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي دي.
د هند پر حکومت په کور دننه دا نیوکې شوي چې ګواکې د افغان سولې له بهیر لرې ساتل شوی او یوازې ننداره کوي.
خو په پاکستان کې بیا د افغان سولې په چاره کې د هند رول ته د شک په سترګه کتل کېږي.
د پاکستان په پارلمان کې د سیاسي مخالفې ډلې مشر او د مخکني لومړي وزیر نواز شریف ورور وايي، لومړي وزیر عمران خان امریکا کې د افغان سولې په برخه کې د کشمیر پر سر معامله کړې ده.
دی وايي داسې نه شي کېدای چې په افغانستان کې دې د سولې لپاره خوشالۍ کېږي او په کشمیر کې دې وژنې.









