په زندان کې دننه د عامو خلکو لپاره رستورانت

ایا داسې رستورانت ته به د ډوډۍ خوړلو لپاره لاړ شئ چې په زندان کې دننه جوړ شوی وي؟ ایا داسې ډوډۍ به وخورئ چې یوه مجرم پخه کړې وي او ستاسې پر وړاندې یې پر مېز درته ږدي؟

د ځینو لپاره ښایي د ډوډۍ خوړول تر دې ښه ځایونه وي. خو په برتانیا کې یو شمېر کسان اوس داسې رستورانونو ته ځي چې په زندان کې دننه جوړ شوي او د زندانیانو لخوا چلول کېږي.

دا رستورانونه د برتانیا په څلورو زندانونو کې د هغې څېړنې لپاره جوړ شوي چې د دې هېواد د عدلیې وزارت پیل کړې.

د څېړنې موخه ډېره ساده ده. زندانیانو ته فرصت ورکول کېږي چې د خپل بند په موده کې په دې رستورانونو کې کار وکړي او کسب زده کړي.

له پایلو جوته شوې ده چې کوم زندانیان دې رستورانونو کې کار کوي او بیا له بنده ازادېږي، تر ډېره کار روزګار ته مخه کوي او بېرته د کوم جرم له کبله نه زنداني کېږي.

خو د دوی برعکس هغه کسان چې زندان کې د دې پروژې برخه نه دي، ډېر شمېر یې بېرته جرمونو ته مخه کوي او بیا زندان ته راځي.

د کلېنک په نامه د یو رستورانت مشر وایي، دا پروژه ګټوره ده او زندانیان د ازادۍ پر وخت له یو نوي کسب یا هنر سره بېرته عادي ژوند ته ستنېږي.

د برتانیا د عدلیې وزارت وایي، حکومت هر کال پر زندانونو ۱۸ ملیارده پاونډه لګوي، او د جرمونو د کچې د کمولو لپاره تعلیم او روزګار اړین دي.

د دې رستورانونو ښه والی همدا دی چې زندانیانو ته هم تعلیم یا کسب ور زده کوي، او هم یې د دې جوګه کوي چې له ازادېدو وروسته ځان ته روزګار پیدا کړي.

پخپله دا رستورانونه د بل هر ډول عادي رستورانت په څېر دي او عام خلک ورتللی شي. یوازینی توپیر یې دا دی چې پلاستیکي کاشوغې، پنجې او چړې پکې کارېږي، او الکول پکې نه پلورل کېږي.

دا چې رستورانت په زندان کې دننه دی نو د ورتلو پر وخت د خلکو کلکه تلاشي اخیستل کېږي.

د کلېنک رستوران مشر وایي، ډېر کله چې یو کس له زندانه ازادېږي نو هېڅ ملګری یا پیسې نه لري او یوازې وي.

په داسې وخت کې یو کسب یا هنر له دوی سره مرسته کوي چې هم کار او هم پیسې پیدا کړي.