تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شپه په زندان کې او ورځ په کور کې
سامحي مصطفی هره ورځ قاهرې ته نژدې له خپله کوره تر بني سویف ایالته ۲۰۰ کیلومتره خورا ستومانونکي سفر کوي. دغو ورځنیو سفرونو کې یو ځل موټر ټکر کې سخت ټپي شوی، اوس په ښه کېدو دی.
د ده دغه ورځنی جنجال به لږ تر لږه راتلونکي پنځو کلونو پورې جبري وي.
ښاغلی سامحي به دې موده کې هره ورځ ۱۲ ساعته د بني سویف سیمې پولیسو یوه مرکز کې تېروي چې مصر کې دې ته ضمني سزا یا د چلند امتحان ویل کېږي.
د نوموړي یوه بله پنځه کلنه سزا ایله یو کال مخکې بشپړه شوې ده. دغه ۳۲ کلن خبریال ته ۲۰۱۳ کال کې د 'جعلي خبرونو ' خپرولو او د ټاکل شوي ولسمشر محمد مرسي ګوښه کېدو خلاف پرلت کې له اخوان المسلمون ډلې سره چې اوس پرې بندیز لګېدلی، د مرستې کولو په تور سزا ورکړل شوې وه.
خو سامحي دغه تورونه ردوي او وايي، یوازې پر خپله دنده بوخت و.
سامحي ته چې د خپل ټکر شوي ګاډي تصویرونه یې پر ټوېټر خپاره کړي، د امتحاني دورې ماتولو له کبله د ټکر کېدو پر ورځ په غیاب کې د یوې میاشتې لپاره زندان سزا ورکړل شوې وه.
د سامحي قضیه یوازینۍ نه ده، بلکې مصر کې سلګونه سیاسي فعالان د مشروطې بښنې له دغسې سختو شرایطو سره مخامخ دي، چې د بشري حقونو فعالان یې زور زیاتی بولي او غندي یې.
بي بي سي د مصر کورنیو چارو وزارت سره اړیکه ونیوه، خو چارواکو پر دې موضوع له خبرو کولو ډډه وکړه.
یو بلاګر چې د دغه حالت خلاف یې غږ پورته کړی، علا عبدالفتح نومېږي، چې د ۲۰۱۱ کال پاڅون پر مهال د غیر قانوني احتجاج لپاره د خلکو یو ځای کولو په تور د پنځه کلن زندان سزا ورکړل شوې.
نوموړي پنځه کاله زندان سزا پروسږ کال بشپړه کړه، خو د چلند امتحان ورکولو بدل کې د مشروطې بښنې لپاره به تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د قاهرې یوه پولیسو مرکز ته ورځي.
نوموړي په لومړۍ ورځ پر فېسبوک پاڼه ولیکل:
''له بده مرغه زه لا هم ازاد نه یم '' او د دغه بهیر خلاف یې انلاین کمپاین پیل کړ.
''د نیمې ازادۍ '' له هشټګ سره دی د خپل حالت په تړاو عامه پوهاوی خپروي. د ده کورنۍ وايي، پولیس یې په یوه لرګین هټ کې ساتي او د ټیلیفون یا لپ ټاپ کارولو اجازه هم نه ورکوي.
ویل کېږي نوموړی ګواښل شوی، چې که په دې اړه غږیدل نه پرېږدي، نوره زندان سزا به ورکړل شي، خو تر اوسه پورې د هغه غږ نه دی غلی شوی.
مصر کې ځینې څارنوالان له محاکمې مخکې ځینې کسانو ته دغسې امتحاني دوره د خوشي کېدو شرط په توګه ږدي، خو که تورن کس سر غړونه کوي، دوی یې د بېرته توقیف کولو حق لري.
په قانون کې داسې په څرګند ډول نه دي ویل شوي چې د سرغړونې په صورت کې د سزا حد څومره دی.