دوحې خبرې: د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه شوې، خو پر مهالوېش اختلاف شته

سوله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اتم پړاو خبرو په اړه تر دې دمه ډېر جزئیات نشته او ناوخته پیل شوې

په دوحه کې د افغان طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ د سولې د خبرو اتم پړاو تر دې دمه ټکنی ښکاري. یکشنبه د خبرو پر دویمه ورځ دواړه خواوې ماښام ناوخته د خبرو مېز ته کېناستې. یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه شوې، خو پر مهالوېش اختلاف شته.

د خبرو اتم پړاو شنبې پر ورځ د اګست پر درېیمه نېټه پيل شو، خو له دوه ساعتونو وروسته پای ته ورسېد. سرچینو بي بي سي ته ویلي چې د شنبې ورځې په ناسته کې د ټیتې کچې مرکچیانو ګډون درلود.

خو یکشنبه ماښام ناوخته دواړه خواوې یو ځل بیا د خبرو مېز ته سره راټولې شوې. په دوحه کې د بي بي سي خبریال وایي چې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر هم یکشنبه هغه ځای کې ولیدل شو چېرې چې خبرې روانې دي.

قطر کې د طالب استازو یوې سرچینې له بي بي سي سره هېله مندي ښودلې چې ډېر ژر به د دواړو لورو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شي.

د دغه سرچینې په وینا د طالب استازو او امریکايي ډیپلوماټانو یوه کوچنۍ ډله د هوکړې په وروستي کولو کار کوي. سرچینه زیاتوي چې څو محدودې موضوعګانې پاتې چې راتلونکو څو ورځو کې به لاسلیک شي.

په قطر کې د طالب استازو ویاند سهیل شاهین په خپل وروستي ټویټ کې مشروطه هیله مندي ښودلې چې د سولې خبرې ښايي څو ورځې نورې هم وغځېږي.

سوله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، قطر کې د طالب استازو یوې سرچینې له بي بي سي سره هېله مندي ښودلې چې ډېر ژر به د دواړو لورو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شي.

یو تن افغان خبریال سمیع یوسفزی چې دې غونډې ته ورغلی وايي: تر اوسه د خبرو په اړه څه جزئیات نشته خو دی وايي چې کله یې له طالب استازو سره تر ناستې مخکې کومې خبرې شوي هغوی ویل چې د خلیلزاد وروستي ټویټونه د هغه له مخکېني دریځ نه توپیر لري.

ښاغلی یوسفزی زیاتوي، طالب استازو ویل چې د افغانستان بحران په دوه کټه ګوریو وېشي چې یو یې بهرنی او بل یې کورنۍ عامل دی.

بهرنی یې بیا په افغانستان کې د امریکا شتون وښود، چې د وتلو لپاره یو پر امنه لار برابره شي، خو دوی په دې خبره ډېر محتاط وو چې موږ دا خبره نه ده کړې چې ګواکې دوی ووځي هلته به بریدونه کوو، دا چې دوی ووځي د وتلو لار به یې پر امنه کوو.

اوربند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د عمومي اوربند خبره به هغه وخت عملي کېږي چې کله له افغان حکومت سره موږ خبرې پیل کړو او د امریکایانو د وتلو پروسه پیل شي

د خبرو مهم ټکي:

طالبان وایي د عمومي اوربند خبره به هغه وخت عملي کېږي چې کله دوی له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي او د امریکایانو د وتلو پروسه پیل شي.

خو لا هم د دواړو خواو ترمنځ څه توپیر شته، ځکه خلیلزاد وايي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د افغانستان پر عمومي وضعیت یا د سولې پر تړون پورې نغښتې دی. خو بله ‌خوا بیا طالب استازي وايي چې دواړه بېلابېلې قضیې دي.

د امریکا غوښتنې دا دي چې لومړی باید عمومي اوربند عملي شي او که عمومي نه وي نو باید هغو سیمو کې وي چې امریکايي ځواکونه ترې ووځي.

دویم باید بین الافغاني خبرې سملاسي پیل شي، او درېیم په تاوتریخوالي کې کموالی راشي او بریدونه کم شي. څلورم بیا له افغانستانه د امریکایانو د وتلو موضوع ده چې ویل کیږي په دوو کلونو کې به وځي.

خو طالبانو بیا په ۹ میاشتو ټینګار کاوه خو ویل کیږي چې یو کال مودې ورکولو ته تیار دي چې امریکا خپل پوځ او جنګي تجهیزات له افغانستانه وباسي.