قطر کې د امریکا او طالبانو استازو تر منځ اتم پړاو خبرې پیل شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د قطر پلازمېنه دوحه کې نن (شنبه، اګست ۳مه) د امریکايي استازو او طالبانو تر منځ د خبرو اتم پړاو پیل شوی دي. د وسله والو طالبانو د قطر سیاسي دفتر کې یوې سرچینې له بي بي سي سره خبرو کې هیله مندي څرګنده کړه چې ژر به د دواړو لوریو تر منځ هوکړه لاسلیک شي.
د طالبانو سرچینې ډېر جزیات نه دي پر ډاګه کړي، خو په خبره یې، د طالبانو استازو او امریکايي دیپلوماتانو یوه کوچنۍ ډله د هوکړې پر نهايي کولو کار کوي.
د سرچینې په وینا یوازې محدود موضوعات پاتې دي او تمه ده چې راتلونکو یوه - دوو ورځو کې به هوکړه لاسلیک شي.
له دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي و چې هوکړې ته د رسېدو لپاره یې د طالبانو لور ته مثبتې اشارې لیدلې دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
ښاغلي خلیلزاد په یوه ټویټ کې ویلي، په افغانستان کې د امریکا حضور د یو لړ شرطونو له مخې دی او له دغه هېواده پوځیان هم په مشروط ډول ایستل کېږي.
نوموړي دوحې ته د رسېدلو پر مهال ویلي چې موږ له افغانستان د پوځیانو د ایستلو پرځای د سولې هوکړه غواړو.
له دې مخکې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مرستیال او په دوحه خبرو کې د طالبانو یوه مرکچي عبدالسلام حنفي د الاماره په نامه د طالبانو اړوند یوې خبري شبکې ته ویلي، که د خبرو دغه پړاو په بریالیتوب سره پای ته ورسېږي، د ټاکل شوي نظام الاوقات له مخې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.
نوموړی وايي، د هوکړې له لاسلیک سملاسي وروسته به د بهرنیو ځواکونو وتلو لړۍ پیل شي. ښاغلي حنفي په دغه غږیزه مرکه کې ویلي، له امریکایانو سره له هوکړې وروسته به بین الافغاني خبرې پیل شي.
قطر ته له ورتلو وړاندې ښاغلي خلیلزاد په اسلام اباد کې له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو د افغان سولې په تړاو د پاکستان پر رول خبرې کړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
په ورته وخت کې، قطر کې د طالب استازو ویاند سهیل شاهین څو ورځې مخکې په ټویټ کې هیله ښودلې وه، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له مهالوېش اعلانېدا وروسته به د ټولو سیاسي اړخونو له ګډ مذاکراتي ټیم سره بین الافغاني خبرې پيلېږي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
زلمی خلیلزاد پاکستان ته له خپل سفر وروسته د جمعې په ورځ (اګست ۲) قطر ته لاړ چې له طالبانو سره پر افغان سوله د خبرو بل پړاو کې ګډون وکړي.
ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټ کې لیکلي چې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او لوی درستیز جنرال باجوه سره یې لیدلي دي.

د عکس سرچینه، ZALMAY KHALILZAD TWITTER
د طالبانو - امریکا خبرې له پیله تر اوسه
تر اوسه د امریکايي دیپلوماتانو او طالب استازو ترمنځ د خبرو اوه پړاوونه تېر شوي؛ شپږ ناستې د قطر په دوحه او یوه د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې.
لومړی پړاو: د دواړو اړخونو ترمنځ خبرې لومړی ځل د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۲مه د قطر دوحه کې پیل شوې.
دویم پړاو: د دویم پړاو خبرې د ۲۰۱۸ کال د نومبر پر ۱۶مه بیا د قطر په کوربتوب په دوحه کې وشوې.
درېیم پړاو: د ۲۰۱۸ کال د دیسمبر پر ۱۷مه، د درېیم پړاو خبرې د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ او طالبانو افغان پلاوي ته خبرو کې د ګډون اجازه ورکړه.
څلورم پړاو: د ۲۰۱۹ کال جنورۍ میاشت کې د څلورم پړاو خبرې د قطر دوحه کې وشوې.
پنځم پړاو: د پنځم ځل لپاره طالب او امریکايي استازي د روان ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر ۲۵مه دوحه کې سره جرګه شول، زلمي خلیلزاد په لومړي ځل د طالبانو د تحریک له مرستیال ملا عبد الغني برادر سره دوحه کې وکتل. د دې پړاو خبرې ۱۶ ورځو ته وغځېدې.
شپږم پړاو کې نهه ورځې خبرې وشوې او د تېر غوايي پر ۱۹مه پای ته ورسېدې. دواړو خواوو اعلان وکړ چې دا ځل خبرو کې ډېر پرمختګ وشو.
اوم پړاو خبرې د تېرې جون میاشتې پر ۳۰مه دوحه کې پیل شوې او څو ورځې یې دوام وکړ. ددغه پړاو خبرو کې دواړو خواوو نور پرمختګ هم وکړ او پر ځینو مسلو یې نظرونه سره یو شول.










