ارګ: د دوحې بین الافغاني ناستې پایله مثبته وه

صدیقي

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وايي افغان حکومت د سولې د خبرو په اړه په بشپړ ډول په جریان کې دی

افغان حکومت په دوحه کې د افغان چارواکو، طالب استازو او سیاست والو تر منځ د سولې د خپل منځي دوه ورځنیو خبرو د ګډې اعلامېې هر کلی وکړ. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د دې غونډې پایله مثبته وه او تمه ده چې تر سپتمبر میاشتې د حکومت او طالبانو تر منځ هم رسمي خبرې پیل شي.

د قطر بین الافغان غونډی پایلی ته په کتو، افغان چارواکی تمه لري چې تر یوې نیمې میاشتې د دواړو لورو تر منځ هم رسمي خبرې پیل شي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وايي افغان حکومت د سولې د خبرو په اړه په بشپړ ډول په جریان کې دی. د ده په وینا د سولې روانې خبرې او هڅې له بل هر وخته رغونکي دي.

په دې ناسته کې متین بېګ، نادر نادري او شهرزاد اکبر هغه درې کسان وو چې دا مهال په افغان حکومت کې دندې لري، خو دوحه کې یې د افغان حکومت استازولي نه کوله.

د طالبانو په استازیتوب هم ګڼو کسانو په دې ناسته کې ګډون کړی و. دا ناسته د جرمني او قطر هېوادونو په ګډ کوربتوب جوړه شوې وه او د افغانانو د خپلمنځي خبرو په لړ کې درېیمه ناسته وه.

خلیلزاد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خلیلزاد ویلي، له طالبانو سره د اوم پړاو د امریکا دوه ورځې ځنډېدلې خبرې به نن (سه شنبه) بېرته پیل شي

بل لور ته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د سه شنبې پر سهار یې دوحه کې د طالبانو سره لیدلي او اوس چین ته روان دی.

پرون شپه نوموړي لیکلي وو، هیله من دی چې قطر کې د افغانانو خپلمنځي خبرې د څلوېښت کلنې جګړې او کړاوونو پای ته رسولو لپاره د لا پرمختګ هیله وروبښي.

نوموړي دا څرګندونې په دوحه کې له طالبانو سره د دوه ورځنیو خپلمنځي خبرو تر پای رسېدو او د یوه هوکړه لیک تر خپرولو وروسته کړې دي.

زلمي خلیلزاد په یوه ټویټ کې ویلي: " اوس نیمه شپه ده او د سولې بین الافغاني کانفرانس په مثبته فضأ کې پای ته ورسید. زه ټولو ګډونوالو، د افغاني ټولنې د ټولو نسلونو استازو، لوړ پوړو حکومتي چارواکو او طالبانو ته د ګډ تفاهم موندلو مبارکي وایم. زه د قطر او آلمان څخه د دې کانفرانس د تنظیمولو مننه کوم".

ښاغلي خلیلزاد ویلي، له طالبانو سره د اوم پړاو د امریکا دوه ورځې ځنډېدلې خبرې به نن (سه شنبه) بېرته پیل شي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د دوحې بین الافغاني ناستې په ګډه اعلامیه کې ټولټال اته مادې راغلي، چې پکې په افغانستان کې د اسلامي ارزښتونو او بشري حقونو پر خوندیتوب، د سولې لپاره د خبرو پر دوام ټینګار، د جګړې پر ښکېلو غاړو د سختې د ژبې د نه کارولو غږ، پر ملکي تاسیساتو او ولسي ځایونو د بریدونو نه ترسره کولو او په ټوله کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه شوې ده.

د اعلامیې په پای کې پر نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او ګاونډیو هېوادونو غږ شوی چې د دې ګډې اعلامیې ملاتړ دې وکړي.

دوحه کې د بي بي سي خبریال اسماعیل سعادت وایي، ښکېلو اړخونو ورته ویلي چې پر ځینو موضوعاتو له اختلاف سره سره ټولو خواو د یو بل خبرو او نظرونو ته غوږ نیولی او ځینو هوکړو ته هم سره رسېدلي دي.