تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مایک پومپیو دوحه کې د بین الافغاني ناستې په اړه خوښي ښودلې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په دوحه کې د افغان حکومتي چارواکو، طالبانو، سیاسي مشرانو او مدني فعالانو ترمنځ د سولې لپاره د روانو خبرو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
د طالبانو د استازو او له کابله دوحې ته د ورغلې پلاوې ترمنځ دوه ورځنۍ بین الافغاني غونډه نن یکشنبه د جولای پر اوومه نېټه د جرمني او قطر په ګډ کوربتوب پیل شوه.
ښاغلي پومپیو دې دې ناستې په تړاو پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د خوښۍ ځای دی چې د افغان حکومت او مدني ټولنې استازي او افغان ښځې او همدا راز د طالبانو استازي پر یوه مېز سره راټول شوي دي.
نوموړي لیکلي، دا ډول یوې ناستې ته له ډېرې مودې راهیسې انتظار کېده.
دغه ناسته او په اړه یې د مایک پومپیو څرګندونې پر داسې ورځ شوې دي چې وسله والو طالبانو په غزني کې د ملي امنیت پر یوه مرکز برید وکړ.
د چارواکو په وینا په دې برید کې د ۲ ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي دي او ۱۷۹ ټپیان دي. خو طالبان وایي د برید هدف د ملي امنیت ادارې مرکز و.
کابله دوحې ته په ورغلي پلاوي کې د ښځو په ګډون لسګونه کسان شامل دي خو د طالبانو له اړخه په دې خبرو کې یوه ۱۷ کسیزه ډله ګډون کوي.
د جرمني او قطر په کوربتوب جوړې شوې دې ناستې کې د پخوانۍ هوکړې له مخې د ګډونوالو برخه اخیسته شخصي او انفرادي بڼه لري.
د قطر چارواکو د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې دا ناسته په نړیواله کچه څارل کېږي او ډېره تمه ترې کېږي خو په وینا یې دا ناسته به د دوی له تمې سره سم پایله ولري.
دغه راز د افغانستان او پاکستان له پاره د جرمني استازي مارکس پوټزیل هم د بین الافغاني غونډې ګډنوال ته ویل چې دا یو ښه فرصت دی چې د افغانستان د راتلوونکې په هکله په کې خبرې وشي.
د دې ناستې ګډونوال هیله من دي چې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو له راوستو سره به دا بین الافغاني غونډه مرسته وکړي.
د افغانستان د مالي پخواني وزیر حضرت عمر زاخیلوال چې په دې غونډه کې حضور لري بي بي سي ته وویل هیله من دی چې دا ناسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته لاره هواره کړي.
د همدې بین الافغاني غونډې د جوړېدو له امله له طالبانو سره د امریکايي چارواکو د سولې اووم پړاو خبرې چې د اوو ورځو راهیسې تر پرون ماښام پورې روانې وې ځنډول شوي دي او د جولای په نهمه به له سره پیلېږي.
امریکایانو او طالبانو تر دې دمخه په خبرو کې د پرمختګ خبره کړې او وايي چې له خبرو راضي دي.
د افغانستان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د خبرو په اوسني پړاو کې د بل هر وخت پرتله ډېر پرمختګ شوی دی.
ښاغلي خلیلزاد په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د تېرو څو ورځو خبرو کې د سولې هوکړې پر ټولو څلورو اړخونو، له ترهګرۍ سره مبارزه، د بهرنیو پوځیانو وتل، په بین الافغاني خبرو کې ګډون او د تل پاتې هر اړخیز اوربند په ګډون موضوعاتو کې خورا پام وړ پرمختګ شوی دی.
نوموړی زیاتوي، 'د بین الافغاني خبرو په خاطر د امریکايي استازو او طالبانو تر منځ خبرې دوې ورځې ځنډېدلې، ' خو په وینا یې 'یوې هوکړې ته د رسېدو په هدف لا هم ډېر کار پاتې دي او د همدې له پاره به د جولای پر نهمه نېټه دغه خبرې پیل شي. '
دغه راز په د قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین هم پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې له امریکايي استازو سره د خبرو له پرمختګ نه راضي دي او د دوی او امریکايي استازو ترمنځ به خبرې د جولای په نهمه بیا پیل شي.
په همدې مهال ښاغلی خلیلزاد تر دې دمه په خبرو کې د شوي پرمختګ په اړه له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم تیلېفوني خبرې کړې دي.