تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ نړیوال جام: افغان کرېکټ لوبډله هېواد ته ستنه شوه
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې غړي برتانیا کې د ۲۰۱۹ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې له ګډون وروسته له هیڅ یوې بریا موندلو پرته نن (شنبه جولای پنځمه) هېواد ته ستانه شول.
دوی به تر یوې میاشتې خپلو کورونو ته ځي او ارام به کوي خو له هغې وروسته به یو شمېر کورنۍ لوبې چې شپږیزه ټورنمنټ دی هغه به پیلېږي او وروسته به له بنګله دېش او زیمبابوې سره شل اوریزو لوبو کې مخامخ کېږي.
افغانستان د نړیوال جام سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه ویسټ انډیز ته په ۲۳ منډو بایلوده.
افغانستان دغو سیالیو کې که څه هم د بري ارمان پوره نه کړ، خو ځینې خورا په زړه پورې لوبې یې وکړې او بریا ته ډېر نژدې شول، خو که یوه لور ته بخت ورسره یاري و نه کړه، نو بل لور ته یې لږ تجربه هم د لارې خنډ شوه.
دې سره هم افغان لوبغاړو د لوبې مینه والو زړونه او د مبصرینو ستاینې وګټل. د کرېکټ نړیوالو ماهرینو برالا ویل، چې په جدول کې د افغان کرېکټ لوبډلې ځاى ځايګى تر ټولو وروسته و خو دغې بې تجربې لوبډلې د نړۍ يو شمېر ستر ټيمونه محتاط کړل.
افغان لوبغاړو بي بي سي ته وویل، خپلې نیمګړتیاوې یې حس کړې او په دې پوه شول چې کومې کومې نيمګړتیاوې یې لرلې چې په راتلونکې کې دوی پرې کار وکړي چې تر ډېره یې د خپل فیټنیس په اړه ټینګار کړی.
د جون پر ۲۲ له هند سره افغان لوبډلې خورا په زړه پورې سیالي وکړه او افغان بالرانو هند لوبډله یوازې تر ۲۲۴ منډو پورې محدوده کړه. د دغې لوبې له پیله د افغان سپنرانو فشار څرګند معلومیده.
سپین بالرانو له ټولو پنځوسو نه څلور دېرش اوورونه وکړل، پنځه وېکټې یې تر لاسه کړې او یوازې ۱۱۹ منډې یې ورکړې. په وروستي اوور کې هغه لوبه هند د محمود شامي هټ ټریک په مټ د ۱۱ منډو په توپیر سره وګټله.
دغه راز له شري لنکا سره د لوبې لومړیو کې داسې ګومان کېده، چې شري لنکا لوبډله به افغانستان ته دروند هدف وټاکي، خو افغان بالرانو د ۲۰۱ منډو له جوړولو وروسته شري لنکا لوبډله له میدانه بهر کړه.
د نړیوال جام ډېرو سیالیو کې او په ځانګړې توګه له پاکستان سره د افغانستان سیالۍ کې افغان سپن بالران خورا کامیاب ثابت شول او یو مهال داسې ښکاریده، چې پاکستان بایلود ته ډېر نژدې شوی و، خو بیا پاکستاني لوبغاړي عماد وسیم په ځېرکتیا سره د لوبډلمشر ګلبدین نایب له یوه اووره داسې ګټه پورته کړه، چې ټوله لوبه په بله واوښته.
راتلونکي پلانونه
افغان کرېکټ چارواکي وايي، د روان کال نومبر کې به افغان لوبډله له ویسټ انډیز سره درې شل اوریزې، درې یوه ورځنۍ او یوه ټیسټ لوبه کوي.
د افغانستان کرېکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، دغه لوبې به د افغانستان په کوربتوب هند کې کېږي.
دغه سیالۍ به د نومبر له پنځمې پیل شي او د دسمبر تر لومړۍ نېټې به روانې وي.
د کرېکټ بورډ اعلامیه زیاتوي، ملي لوبډله به د روان کال په سپټمبر میاشت کې د بنګله دېش پر وړاندې یوه ټېسټ لوبه او دغه راز د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې لوبډلو ترمنځ د نړیوالو شل اوریزو سیالیو درې اړخیزه لوبو لوبلړۍ کې هم ګډون وکړي.