تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان کرېکټ بورډ کې نوي بدلونونه اعلان شول
د افغانستان کرېکټ بورډ نن سه شنبه په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې د الف لوبډلی بهرنی روزونکی او د ملي لوبډلې پخوانی روزونکی انډي مولز به د غوراوي کمېټې مشر وي. له ده سره یو ځای پخوانی لوبغاړی مجاهد ځدراڼ هم د غوراوي د کومیټې مشر ټاکل شوی.
د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي خبري ناسته کې وویل، دوی دواړه به د افغانستان د ملي او الف لوبډلو لپاره لوبغاړي غوره کوي.
ښاغلي فضلي وویل، د کرېکټ بورډ ادارې پخوانيو څلورو غړو پر ځای هم نوي کسان ټاکل شوي دي.
د حکمت خلیل کرزي، اکلیل حکیمې، سیدمنصور سادات نادري او احمد شاه سنګدل پرځای ګلالۍ نور ساپۍ، ضیاالحق امرخېل، احمد جواد پیکار او د کرېکټ بورډ پخواني مشر شکرالله عاطف مشعل د کرېکټ بورډ د نوي غړيو په توګه ټاکل شوي دي.
په افغان کرېکټ بورډ کې دا بدلونونه په داسې وخت کې اعلانېږي چې ملي لوبډله په انګلستان او وېلز کې د نړیوال جام په سیالیو کې بوخته ده.
افغان لوبډلې تر دې دمه خپلې درې واړه لوبې بایللې دي او چندان ښه نه ده ځلېدلې، چې له کبله یې پخپله او د کرېکټ بورډ چارواکي له سختو نیوکو سره مخ شوي.
په یوه جلا ناندرۍ کې د ملي لوبډلې وېکټ ساتونکي او توپ وهونکي شهزاد محمدي هم ادعا کړې ده چې د نړیوال جام په سیالیو کې ټپي شوی نه و، او په ناحقه توګه له ملي لوبډلې ایستل شوی دی.
خو دا جوته نه ده چې په کرېکټ بورډ کې وروستي بدلونونه دې د ملي لوبډلې له ماتو او نورو ناندریو سره څه تړاو ولري.
د رسنیو په کمېټه کې بدلونونه
د کرېکټ بورډ د نویو بدلونو په لړ کې د رسنیو کمېټه کې هم بدلونونه راغلي او جار عبدالرحیمزی یې نوی مشر ټاکل شوی دی.
ښاغلی عبدالرحیمزی تر دې وړاندې د کرېکټ بورډ د لوبو د پراختیا برخې د مسوول په توګه دنده کړې ده.
د کرېکټ بورډ اجرائیه ریاست د مشرتابه بدلون هم پام کې دی، خو ښاغلي فضلي وویل چې په دې اړه به د روان نړیوال جام د لوبو له ختمېدو رسېدو وروسته پرېکړه وکړي.
دمګړۍ اسدالله خان د کرېکټ بورډ د اجرائیه مشر په توګه دنده پر مخ وړي، خو د ښاغلي فضلي په خبره، د اسدالله خان ټاکنه له پیله لنډمهالې وه.