کندهار کې د ۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا شبکه پرانیستل شوه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د هېواد تر ټولو لویه د لمریزې برېښنا پروژه پرانیستله. د افغانستان برېښنا ریاست وايي د سولر یا لمریزې برېښنا دغه دوه پروژې د ۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید ظرفیت لري.

دا په افغانستان کې د سولري برېښنا تر ټولو لویې پروژې بلل شوې دي.

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د ۱۵ میګاواټو په ظرفیت د لمریزې برېښنا د یوې پروژې د جوړېدو چارې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال د جنورۍ په ۱۵ د "۷۷" په نوم ترکي ساختماني شرکت لخوا پیل شوې وې.

دا پروژه د روان کال د روژې میاشتې په لومړۍ ورځ په ازمایښتي ډول چالان او نن د ولسمشر غني لخوا پرانیستل شوه او برېښنا یې د کندهار له برېښنا شبکې سره ونښلول شوه.

د ۱۵ میګاواټه په ظرفیت د لمریزې برېښنا دویمې پروژې چارې د زولرستان په نوم خصوصي شرکت لخوا د ۲۰۱۸ د جون ۱۵ په یاده ولسوالۍ کې پیل شوې. د برېښنا ریاست وايي اوس د دې پروژې ازمایښتي چارې روانې دي او په وینا یې راتلونکو څو اونیو کې به یې برېښنا د کندهار د برېښنا شبکې سره وصل شي.

پر دواړو پروژو شاوخوا ۳۹ میلیونه ډالره لګېدلي چې ۱۴ میلیونه یې د افغانستان مالیې وزارت او پاتې یې د یادو شرکتونو لخوا د عامه او خصوصي مشارکت په توګه ورکړل شوې دي.

د افغانستان د برېښنا ریاست وايي، د یادې تولیدي لمریزې برېښنا د برېښنا د ذخیرې کولو سرچینه نه لري او یوازې د ورځې په اوږدو کې به برېښنا تولیدوي چې په وینا یې صنعتي فابریکو، سوداګریزو ځایونو او کورونو ته به برېښنا ورکوي.

افغانستان اوسمهال د خلکو د کورونو رڼا کولو او د اقتصادي څرخ د ګرځولو لپاره شاوخوا دوه زره مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.

ددې اړتیا د پوره کولو لپاره د برېښنا شرکت په خبره دا هېواد کلنۍ له ایران، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان نه شاوخوا زر مېګاواټه برېښتا پېري.

ترڅنګ یې افغانستان شاوخوا ۳۲۰ مېګاواټه برېښنا په کور دننه تولیدوي.

دا هېواد له ګاونډیو هېوادونو د برېښنا پېرلو لپاره کلنۍ شاوخوا ۳۲۰ میلیونه ډالره پرې کوي.

بلخوا افغان دولت په هرات کې هم د لمریزې برېښنا د تولید دوه پروژې پیل کړې چې د چارواکو په خبره په بشپړېدو به یې ۵۰ مېګاواټه برېښنا ترلاسه شي.

شاوخوا درې کاله وړاندې د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت اعلان کړی و چې تر ۴ کلونو به له اوبو، باد او لمریزې برېښنا دا هېواد دوه زره مېګاواټه برېښنا تولید کړي چې د برېښنا له اړخه به دا هېواد په ځان بسیا شي. خو ښکاري دا وعده نه ده پوره شوې.

پر دې کچه برېښنا لګښت شاوخوا شپږ میلیارډه ډالره اټکل شوی و.

په کندهار کې د لمریزې برېښنا پروژې داسې مهال پرانیستل کیږي چې په دې ولایت کې تېر ۱۵ کاله له نړیوالو مرستو شاوخوا ۱،۲ میلیارده ډالره د کندهار پر برېښنا لګېدلي، خو د چارواکو په خبره له لمریزې برېښنا وړاندې کندهاریانو ورځنۍ یوازې شاوخوا یو ساعت برېښنا درلوده.