تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ورځپاڼو ته کتنه: ایران دې افغانستان ته د اوبو بدل کې ګاز او برېښنا ورکړي
فایننشل ټایمز ورځپاڼې لیکلي د پارلمان یوه غړي وړاندیز کړی چې ایران دې له افغانستان اوبه واخلي او په بدل کې دې دغه هېواد ته برېښنا او ګاز ورکړي.
د ایران د سیستان بلوچستان ولایت استازي حبیب الله دمراده ادعا کړې چې افغانستان تېرکال ایران ته د هلمند سېند اوبو کې خپل حق نه دی ورکړی.
ده وړاندیز کړی چې د هلمند سیند اوبو کې د ایران د حقابې ترڅنګ دې تهران افغانستان ته ګاز او تیل ورکړي او له دغه هېواده دې یو څو میلیونه کیوبیک میټره اوبه واخلي.
دمراده د هغه ولایت استازی دی چې د هلمند سیند په اوبو خړویږي.
د سولې لپاره څو ګامونه
امریکایۍ نیشنل انټرېسټ مجلې لیکلي په افغانستان کې باید د سولې بهیر د باور فضا په رامنځته کولو سره پيل شي او په دې سره په تدریخ شخړه په هوارېدو شي.
د دې مطلب د لیکوال په وینا د بندیانو ازادول، د ملکي وګړو لپاره خوندي سیمې رامنځته کول، په سیمه ییزه کچه شخړه له منځه وړل او اوربند داسې ګامونه دي چې افغانان یې ډېر هرکلی کوي:
"او دا هغه څه دي چې ښيي د جګړې دواړه لوري په سوله ییز ژوند کې همکاري کولی شي او ګټه یې ټولو خلکو ته رسیږي".
د لیکوال په وینا له دې پړاو په تېرېدو سره بشپړې سولې او بیا اقتصادي پرمختګ ته لار هواریږي.
لیکوال د افغانستان د روانې شخړې پر اقتصادي اړخ ډیر تمرکز کوي او زیاتوي که د اقتصادي فعالیتونو لپاره لار هواره شي نو د طالبانو ډلې مطلق اکثریت غړي به د جګړې پر ځای سوله ییز ژوند غوره کړي.
د طالبانو او امریکا خبرې افغان حکومت ته د منلو دي؟
بلې امریکایۍ مجلې اتلانتیک د افغانستان د سولې په تړاو لیکلي د سولې په روانو هڅو کې پوښتنه دا ده چې دا منډې ترړې د افغان حکومت له ګډون پورته د پام وړ پایلې لرلی شي او کنه؟
د دې مجلې په وینا تر ټولو اساسي پوښتنه دا ده چې هغه شرایط چې د امریکا او طالبانو د ډلې ترمنځ به پرې هوکړه کیږي افغان حکومت ته د منلو وي او کنه؟
دا خپرونه لیکي د افغان حکومت لپاره لویه اندېښنه دا ده چې هسې نه امریکا په دې چاره کې بيړه وکړي او افغانستان ته شا کړي.
د دې خپرونې په وینا د طالبانو دریځ هم ډیر روښان نه دی چې دا ډله د افغانستان د راتلونکي په اړه څه فکر کوي.
اینډیپنډینټ ورځپاڼې لیکلي د امریکا حکومت د سعودي خبریال جمال قاشقچي د وژنې د راپور په اړه د کانګريس له خوا د ټاکلې مودې په له پامه غورخولو سره له قانونه سرغړونه کوي.
کانګرېس له سعودي غوښتي چې دوی ته په ډاګه ووايي چې د جمال قاشقچي د وژنې اصلي عاملین څوک دي.
دا ورځپاڼه زیاتوي چې ویل شوي د امریکا مرکزي استخباراتي اداره په دې باورې ده چې د دې خبریال د وژنې ترشا د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان لاس لري، خو د ډونالډ ټرمپ حکومت دا راپور له پامه غورځولی ځکه هغه غواړي له سعودي سره ښې اړیکې ولري او په تېره پر دغه هېواد د وسلو د پلور لپاره.