کرېکټ نړیوال جام؛ بنګله دېش افغانستان ته په ۶۲ منډو ماتې ورکړه

لوبه

د عکس سرچینه، Getty Images

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د دوشنبې پر ورځ بنګله دېش افغانستان ته په ۶۲ منډو ماتې ورکړه. بنګله دېش لومړی منډې جوړې کړې او په خپلو ۵۰ اورونو کې یې په ۷ وېکټو ۲۶۲ منډې وکړې. په ځواب کې د افغانستان لوبډله

د بنګله دېش لپاره مشفیق الرحیم تر ټولو ډېرې ۸۳ جوړې کړې. له ده پرته شکېب الحسن ۵۱ او په پای کې مصدق حسین ۳۶ منډې وکړې.

د بنګله دېش لپاره لیټن داس او تمیم اقبال چټکه لوبه پیل کړه. خو لیتن داس په پنځم اوور کې د مجیب په توپ په ۱۶ منډو وسوځېد. خو له ده وروسته تمیم اقبال او شکېب حسن پر وېکټه ودرېدل او د ۵۹ منډو ملګرتیا یې وکړه.

په ۱۷م اوور کې محمد نبي د تمیم اقبال مهمه وېکټه واخیسته. نوموړي ۳۶ منډې وکړې. خو له هغه وروسته د بنګله دېش لپاره شکېب الحسن او مشفیق الرحیم پر وېکټه ودرېدل او د پنځوس منډو ملګرتیا یې په ۵۱ توپونو بشپړه کړه.

شکېب الحسن په ۲۸ م اوور کې خپله پنځوسیزه په ۶۶ توپونو بشپړه کړه. خو په دېرشم اوور کې د مجیب په توپ په ۵۱ منډو وسوځېد.

نوموړي تر دې وړاندې هم روانو سیالیو کې دوه سلیزې او دوه پنځوسیزې کړې وې او ۴۷۶ منډو سره دې سیالیو کې تر ټولو ډېرې منډې لري.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان لپاره مجیب په پنځم اوور کې لومړۍ وېکټه واخیسته

محیب په ۳۲م اور کې د سرکار وېکټه واخیسته. نوموړي یوازې ۳ منډې وکړای شوې. خو له هغه وروسته مشفیق الرحیم او محمدالله پر وېکټه ودرېدل او په ۵۹ توپونو یې د ۵۰ منډو ملګرتیا بشپړه کړه.

محمدالله په ۴۳م اوور کې د ګلبدین نایپ په توپ په ۲۷ منډو وسوځېد. خو مشفیق الرحیم تر ۴۹م اووره پر وېکټه ودرېد او په خپلو ۸۳ منډو سره یې د بنګله دېش پاڼۍ غښتلې کړه.

په پای کې بنګله دېش په خپلو ۵۰ اورونو کې په ۷ وېکټو ۲۶۲ منډې وکړې. د بنګله دېش په پاڼۍ کې درې ځله د پنځوسو منډو ملګرتیا بشپړه شوه.

مجیب ځدراڼ نن یو ځل بیا ښه توپ اچونه وکړه او د افغانستان لپاره یې ۳ وېکټې واخیستې.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مجیب په لس اورونو کې ۳۹ مندې وکرکړې او ۳ وېکټې یې واخیستې

افغانستان د ۲۶۳ منډو هدف لپاره د ګلبدین نایب او رحمت شاه په ملګرتیا توپوهنه پیل کړه. رحمت شاه په یوولسم اور کې د شکېب الحسن په توپ په ۲۴ منډو وسوځېد.

په ۲۱م اوور کې حشمت الله شهیدي هم د مشفیق الرحیم په توپ یوازې په ۱۱ منډو سټمپ اوټ شو. په نهه ویشتم اوور کې کپتان ګلبدین نایب هم د شکېب الحسن په توپ وسوځېد. نوموړي په ۷۵ توپونو ۴۷ منډې جوړې کړې.

په هماغه اوور کې محمد نبي هم په صفر کلین بولډ شو. په ۳۳م اوور کې اصغر افغان هم د شکېب په توپ په ۲۰ منډو وسوځېد او له دې سره افغان لوبډله یو ځل بیا تر فشار لاندې راغله.

د افغانستان د وېکټو بایللو دوام وموند او په ۳۶م اوور کې اکرام علي خېل هم په ۱۱ منډو رن اوټ شو. ورپسې د سمیع الله شینواري او نجیب ځدراڼ ترمځ د ۵۶ منډو چټکې ملګرتیا افغانستان ته یو څه هیله ورکړه.

خو په ۴۳م اوور کې نجیب هم د شکېب په توپ په ۲۳ منډو سټمپ اوټ شو. دا په دې لوبه کې د شکېب پنځمه وېکټه وه. شکېب د بنګله دېش لومړنی لوبغاړی دی چې د نړیوال جام په یوه لوبه کې پنځه وېکټې اخلي.

په ورپسې اوور کې راشد خان هم یوازې په ۲ منډو وسوځېد.

کرېکټ بنګله دیش

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بنګله دېش لوبډلې ګڼ شمېر مینه ال هم نن په لوبغاړلي کې وو

په افغان لوبډله کې نن دوه بدلونونه راغلي وو. د حضرت الله ځاځي پر ځای سمیع الله شینواری او د افتاب عالم پر ځای دولت ځدراڼ په لوبډله کې اخیستل شوي وو. دا د نړیوال جام په روانو سیالیو کې د سمیع الله شینواري لومړۍ لوبه وه.

افغان لوبډل مشر ګلبدین نایب پرون یوې خبري ناسته کې وویل، بنګله دیش یوه پیاوړې لوبډله ده خو دی ډاډه دی چې ننۍ لوبه ګټلی شي. ځکه دده په وینا افغانستان تر دې وړاندې هم په اسیايي جام او نورو ټورنمنټونو کې بنلګه دیش ته ماتې ورکړې ده.

ډېری مینه وال او د کرېکټ شننونکي هم په دې باور دي چې د نړیوال جام سیالیو په ننۍ لوبه کې د افغان لوبډلې لپاره د بري تر ټولو ښه چانس یا موکه وي.

بل لور ته د بنګله دیش لوبډله هم د نړیوال جام په روانو سیالیو کې ښه ځلېدلې ده او په جدول کې شپږ پاینټونه لري. بنګله دیش لا هم ددې سیالیو نیمه پایلوبې ته د رسېدو چانس لري او همدا لامل دی چې د نن لوبې ګټل دغې لوبډلې لپاره خورا مهم وي.

افغانستان که څه هم د نړیوال جام سیالیو کې یې نیمه پایلوبې ته د رسېدو کوم امکان نشته، خو افغان لوبډله او مینه وال یې غواړي چې لږ تر لږه په دې سیالیو کې یوه لوبه وګټي.