افغان چارواکي وايي، د ډېورنډ کرښې اوږدو کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو تر منځ نښته شوې

ډېورنډ کرښه

د عکس سرچینه، AFP

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي _ افغانستان

د افغانستان په سویل کي چارواکي وایي چي د زابل ولایت شملزو ولسوالۍ کې د افغان او پاکستانیو پوله ساتو ځواکونو تر منځ نښته شوې ده. چارواکي وايي، دواړو غاړو يو پر بل درنې وسلې کارولې دي.

د کندهار امنیې قومندانۍ مطبوعاتي غړی قسیم افغان وایي، وسلوالو طالبانو د افغان پوله ساتو ځواکونو پر پوستو برید کړي، چي وروسته پاکستاني پوله ساتو ځواکونو هم د دوي پر پوستو بریدونه کړي دي.

ښاغلي افغان ادعا کوي، دغه نښته کې درې پاکستاني پوله ساتي سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره په دغه نښته کې یو افغان سرتېري وژل شوی دی.

تر دې دمه وسلوالو طالبانو او پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

تېره مې میاشت کې هم افغان چارواکو وویل چې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو او طالبانو هممهاله د افغان پوله ساتو ځواکونو پر امنیتي پوستو چې د کندهار په تشکیل کې دنده ترسره کوي بریدونه وکړل.

د کندهار امنیه قومندان تادین خان هغه مهال ادعا وکړه چې پاکستاني ځواکونو هڅه کوله د ډېورنډ کرښې اوږدو کې ازغن تار وغځوي چې افغان ځواکونو یې مخنیوی وکړ او له دې سره ترینګلتیا رامنځته شوه.

پاکستاني چارواکو هغه مهال د پېښې په تړاو څه نه و ویلي.