میر رحمان رحماني له ناندریو وروسته د ولسي جرګې مشر اعلان شو

د افغانستان په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازی میر رحمان رحماني له اختلافونو په یوه ډک ناندریز اعلان کې د افغانستان د ولسي جرګې ۱۷ مې تقنیني دورې لپاره د ولسي جرګې مشر اعلان شو.

د ولسي جرګې د مشرۍ لپاره د دویم پړاو ټاکنې نن د کمال ناصر اصولي او میر رحمان رحماني ترمنځ وشوې، هغه ټاکنې چې وروسته يي د څرنګوالي په اړه اختلافونه وو خو له اختلافونو او څو ځله ځنډ وروسته لنډ مهالي مشر میررحمان رحماني بریالی اعلان کړ.

په دغو ټاکنو کې د خوست ولایت استازي کمال ناصر اصولي ۵۵ او د پروان ولایت استازي میر رحمان رحماني ۱۲۳ رایې ګټلې وې. د ولسي جرګې د کړنلارو او اصولو له مخې د بریالي کاندید لپاره ۱۲۴ رايي ګټونکي اعلان شوې وې.

دې ټاکنو کې ۵۳ رایې باطلې او ۱۳ هم سپینې رایې وې.

د شنبې پر ورځ د دویم پړاو دا ټاکنې له لانجو او نیوکو ډکې وې، تر دې چې د جرګې د لنډ مهالي مشر د لومړي اعلان له مخې هیچا د بریالیتوب رايي نه وې تر لاسه کړې، خو وروسته بیا میر رحمان رحماني د ۱۲۳ رایو په تر لاسه کولو بریالی اعلان شو.

په جرګه کې ۲۴۷ وکیلانو برخه لرله او د جرګې لنډ مهالي مشر چې دا بهیر يې کنترولاوه د مشرۍ مقام ګټلو لپاره ۱۲۴ رايي پکار وبللې.

وروسته وویل شول چې دوې رایې ورکې دي او یو هم تش کاغذ له صندوقه ووت او دغه چاره د ۵۰+۱ فارمولې له مخې د ګټونکي رایو شمېر ۱۲۳ ته راټیټوي، خو دا حالت بیا له داخلي کړنلارو سره په ټکر کې دی، نو په همدې حال کې جنجال جوړ شو او ځینو د لاسونو له پړکا سره رحماني بریالی وباله.

له نژدې یوې ګړۍ ځنډ او پټو دروازو تر شا له خبرو وروسته د ولسي جرګې لنډمهالي مشر هم رحماني ګټونکی اعلان کړ که څه هم رایې يې د ده له اعلان کړيو رایو یوه کمه وه.

د ولسي جرګې د داخلي کړنلارو او اصولو له مخې په جرګه کې د حاضرو استازو ۵۰+۱ د ګټونکي نصاب جوړوي نه د کارول شوي رایو شمېر.

خو کمال ناصر اصولي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې د شنبې ورځې ټاکنې او پایله یې د منلو وړ نه ده او د یکشنبې پر ورځ به له سره د جرګې د رئیس لپاره د نویو کاندیدانو ترمنځ ټاکنې کېږي.

ښاغلي اصولي لیکلي، د اصولو له مخې بریالی کاندید باید ۵۰ جمع ۱ رایې واخلي، چې د شنبې پر ورځ ښاغلي رحماني داسې ونشو کړای، او له همدې کبله تر دې دمه هېڅوک د رئیس په توګه نه دی ټاکل شوی.

ښاغلي اصولي د ولسي جرګې په دهلیز کې هم خبریالانو ته وویل، دا مني چې خپله یې ۵۵ رایې اخیستې، خو د ښاغلي رحماني رایې هم ۱۲۳ دي او په دې حساب د ریاست لپاره یې یوه رایه کمه ده، نو ځکه رئیس نه دی ټاکل شوی.

نوموړي دا ادعا هم وکړه چې د شنبې پر ورځ د رئیس د ټاکلو پر وخت د ولسي جرګې په تشنابونو کې "ډالر وویشل شول "، خو دا سپیناوی یې ونکړ چې چا وویشل او چا واخیستل.

د ده په وینا، د رئیس په توګه د ښاغلي رحماني د ټاکنې مکتوب یوازې د جرګې د اوسني لنډمهالي مشر دهقانپور لخوا لاسلیک شوی، او دا کار هم له داخلي وظایفو سره په ټکر کې دی.

له ننګرهار نه د ولسي جرګې استازي مېرویس یاسیني جرګې د ریس ټاکلو ته خپل غبرګون کې دا ټاکنه قانوني نه بولي او وايي که دا ټاکنې له سره ونه شي دوی به د احتجاج به توګه د پارلمان ودانۍ وتړي.

ښاغلی یاسیني چې د پارلمان تالار کې یې د ولسي جرګې یوشمېر غړو او کمال ناصر اصولي سره یو ځای خبریالانو سره خبرې کولې وویل دا چې یو کاندید هم د حاضرو ۲۴۷ غړو نیمايی جمع یو یعنې ۱۲۴ رایه ترلاسه نه کړای شوې ځکه نو نننۍ پایلې ورته د منلو وړ نه دي.

وروستي رپوټونه وایي چې د شنبې ورځې د اعلان پر ضد معترضو کاندیدانو ماښام مهال په کابل کې خپلمنځي غونډه درلوده، او اعلان یې وکړ چې د شنبې ورځې ټاکنې او پایله یې ورته د منلو وړ نه دي.

په دغو ټاکنو کې کمال ناصر اصولي ۵۵ رايي ګټلي وې ۵۳ رايي باطلې وې او ۱۳ هم سپینې رایې کارول شوي وې. د کمال ناصر اصولي او میر رحمان رحماني ترمنځ د لومړي پړاو ټاکنې تېره پنجشنبه شوې وې.

قانون څه وايي؟

له بي بي سي سره خبرو کې د دغې موضوع په اړه قانون پوه او د ولسي جرګې پخوانی غړی کبیر رنجبر وايي:

''دا موضوع په اساسي قانون او هم د داخلي دندو اصولو کې په صراحت سره راغلې. په اساسي قانون کې ویل شوي چې د ملي شورا نصاب د حاضرو غړو په اکثریت سره تکملېږي. په دې معانا که د جلسې د ګډونوالو شمېر ۲۵۰ کسان وي، نو که له نیمايي نه یو غړی هم پورته اشتراک وکړي، نصاب بشپړیږي، خو پرېکړې د حاضرو غړو د ٥٠ جمع يو په اکثریت سره کېږي. اوس دلته د دندو د داخلي اصولو پر بنسټ څرګند صراحت شته چې په لومړي سر کې د حاضرو غړو شمېر باید اعلان شي او په نننۍ غونډه کې دا کار شوی دی، هلته اعلان شوی دی چې ۲۴۷ تنه په غونډه کې حاضر وو. دا چې په ټاکنو کې دریو کسانو برخه نه ده اخیستې، هغه اصلاً هیڅ مطرح نه ده، بلکې معانا یې دا ده چې د هغوی رايې منفي ګڼل کېږي، ځکه که څوک سپینه رایې واچوي هم منفي اعلانېږي، که باطله رایې یې اچوي هم منفي بلل کيږي. د ګټونکي لپاره باید یوازې مثبتې رایې تر پنځوس سلنې ډېرې شي، نو که چېرې په لومړي سر کې د حاضرو کسانو شمېر ۲۴۷ اعلان شوی وي ، د دوی له نیمايي شمېره باید یوه رایه پورته شي. پر همدې بنسټ زه فکر کوم چې په دغو ناندریو کې د کمال ناصر اصولي اړخ قانوني دی او پريکړه د قانون مخالف اعلان شوې، ځکه قانون په څرګند ډول وايي، چې د حاضرو غړو له نیمايي باید یوه رایه ډېره شي. په نننۍ غونډه کې چې د ګډونوالو شمېر ۲۴۷ اعلان شوی او ښاغلي رحماني ۱۲۳ مثبتې رایې ګټلې دي، دا د حاضرو غړو ٥٠ جمع يو نه جوړوي. ''

میر رحمان رحماني څوک دی؟

میر رحمان رحماني ۱۳۴۱ کال کې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې زېږېدلی او نظامي زده کړې یې کړې دي. نوموړي د بګرام خلکو ټولنیزې شورا غړیتوب درلو، د پروان سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرتوب هم کړی او په افغان پوځ کې د جنرالۍ تر منصبه رسېدلی دی. نوموړی له شتمنو افغان سوداګرو یو بلل کېږي، چې له امریکايي ځواکونو او افغان حکومت سره یې د سونګ توکو لېږد او نورو لوژستیکي قراردادونو له لارې اقتصادي ګټه تر لاسه کړې ده. نوموړی د ولسي جرګې په ۱۶ تقنیني دوره کې هم د پروان استازی و او اوسنۍ دورې ته یې زوی اجمل رحماني هم له کابل ولایته استازی ټاکل شوی دی.

کمال ناصر اصولي څوک دی؟

کمال ناصر اصولي ۱۹۷۹ کال کې خوست ولایت کې زېږېدلی دی. نوموړي حقوقو برخه کې د لیسانس تر کچې زده کړې بشپړې کړې او په همدې برخه کې د ماسټرۍ پر زده کړو بوخت دی. ښاغلي اصولي سوداګریز فعالیتونه درلودل او د ولسي جرګې په ۱۶ تقنیني دوره کې هم د ولسي جرګې غړی و. نوموړی په هغه دوره کې د ولسي جرګې د دیني، کلتوري، معارف او لوړو زده کړو کمېسیون غړی و.

هغو ټاکنو کې د ولسي جرګې د ننګرهار استازي میرویس یاسیني او عمر نصر مجددي هم سیالي وکړه، خو یوه هم اکثریت رایې خپلې نه کړې.

د ولسي جرګې د تېرې دورې د مشرتابه ټاکنې له دې هم ډېرې جنجالي وې او تر یوې میاشتې او څلورو پړاوونو ټاکنو وروسته هم دې جرګې ته مشر ونه ټاکل شول.

وروسته له ازبک قومه چې هغه مهال یې پارلمان کې ۱۹ څوکۍ لرلې د یو کس د غوره کولو وړاندیز وشو او عبدالرووف ابراهیمې د هغې جرګې مشر شو.