تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
معترضو کاندیدانو د ولسي جرګې لومړۍ غونډې مخه ونیوه
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي
له کابل ولایت څخه ولسي جرګې ته د هغو کاندیدانو او د مظاهره چې په لومړي سر کې بریالي اعلان شوي وو، د دې سبب شوه چې د ولسي جرګې لومړۍ رسمي غونډه تر سره نه شي.
مظاهره کوونکو کاندیدانو نن (شنبه مې ۱۱) د ملي شورا په دراوزه کې چا ته د ننوتو اجازه نه ورکوله، چې د ۱۷ تقنینې دورې لپاره لومړي غونډې ته ورغلي وو.
ټاکل شوې وه چې نن د ولسي جرګې د مشرتابه او اداري پلاوي ټاکنې وشي، خو مظاهره کوونکو ټینګار کاوه چې د کابل پایلو تر اعلانه مخکې باید ټاکنې ونه شي.
دوې اوونۍ وړاندې د ملي شورا د ۱۷ تقنینې دورې پرانېسته وشوه، خو د ولسي جرګې د رییس او اداري پلاوي ټاکنې په پرلپسې ډول له تېرو دوه اونیو راهیسې ځنډيږي.
په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو استازې راضیه سعادت منګل وايي، د هېواد وضعیت ایجابوي چې د ولسي جرګې رسمي غونډې څومره ژر چې ممکن وي پیل شي.
نوموړې وايي، د وکیلانو یوه پلاوي له معترضو کاندیدانو سره د خبرو مسولیت اخیستی او تمه کېږي چې دوی به له خپلې دغې اعتراضه واړوي.
دوی ټینګار کاوه چې د کابل د رایو په اړه هر ډول نوي پریکړې به هم له جنجاله خالي نه وي.
د ولسي جرګې د داخلي کړنلارو او اصولو له مخې د مشر او اداري پلاوي ټاکنې د جرګې په لومړی غونډه کې کېږي، چې بیا د کمیسیونونو جوړولو ته لار هواره او ولسي جرګه په رسمي ډول غونډې پیل کړي.
بل لور ته د ټاکنو خپلواک کمیسیون پرته له دې چې د کابل ولایت د پایلو اعلان کره وخت وښيي وايي، چټک کار روان دی تر څو د کابل پایلې ژر اعلان شي.
له غزني پرته د ولسي جرګې ټاکنې د تېر کال د میزان په میاشت کې وشوې.