تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان ټاکنې: د کابل رایو باطلولو پر پرېکړه له سره غور کېږي
د افغانستان ټاکنیزو شکایتونو کمیسون وايي، پر پرونۍ پرېکړه له سره غور کوي، چې کابل ولایت کې یې د اوسنیو پارلماني ټاکنو پایلې د 'پراخو ټاکنیزو درغلیو او جرمونو' له کبله باطلې بللې وې.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له دغه اعلانه سملاسي وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شکایتونو کمیسون پرېکړه 'ناقانونه، سلیقوي او عجولانه' وبلله.
بل لور ته نن جمعه د دواړو کمیسیونونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې د دواړو کمیسیونونو په ګډه غونډه کې چې د اعلامیې له مخې د ولسمشر دویم مرستیال، د سترې محکمې رییس، لوی څارنوال او د اساسي قانون پلي کولو څارنې کمیسیون مشران هم پکې شامل و، پرېکړه وشوه، چې د شکایتونو کمیسیون به پر خپله مخکنۍ پرېکړه له سره غوره کوي.
د ټاکنیزو شکایتونو له مخکیني اعلانه وروسته افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي هم د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسون له خوا د کابل رایو د ناچلېدو یا باطلېدو په غبرګون کې وویل، رایه ور کوونکو ته باید درناوی وشي.
د اروپايي ټولنې استازي پیري مایوډن د بي بي سي خبریال اسد لودین سره خبرو کې وویل، دوی د ټاکنو د پایلو په هکله پرمختیا له نژدې څاري او هیله من دي چې د ټاکنو خپلواک کمېسون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون یوه جوړجاړي ته سره ورسېږي:
"هیله ده چې کمېسونونه خپلو کې سره کېني، خبرې وکړي او یوې پایلې ته ورسېږي. موږ دا ویلی شو چې دواړه کميسیونونه خبرې وکړي".
یو شمېر څارونکو بنسټونو هم د جمعې پر ورځ 'دسمبر اوومه ' په یوه ګډه غونډه کې د ټاکنیزو شکایتونو له کميسیونه وغوښتل چې اوسنیو شرایطو ته په کتو پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي.
اوس د دواړو کمیسیونونو په تازه اعلامیه کې ویل شوي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون به بایو مټرېک شوې رایې او نور اړتیا وړ توکي ژر تر ژره د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته استوي.
اعلامیه زیاتوي، له دې وروسته به دواړه کمیسیونونه اختلافي مسایل د افهام او تفهیم له لارې حلوي او حکومت به د ټاکنیز بهیر نهايي کولو لپاره له دواړو کمیسیونونو سره د اړتیا وړ تخنیکي مرستې کوي.