د ولسي جرګې هر وکیل حکومت ته د ورځې شاوخوا ۱۸ زره افغانۍ تمامېږي

    • Author, ملایکه احمدزۍ
    • دنده, بي بي سي

د ولسي جرګې د دارلانشا مشر خدای نظر نصرت وایي، څه باندې یو میلیارد او شپږسوه میلیونه افغانۍ د دغې جرګې د یوه کال بودیجه ده.

په دې حساب د ورځې شاوخوا اتلس زره او په کال کې نږدې شپږ نیم میلیونه افغانۍ پر یوه استازي لګول کېږي.

خدای نظر نصرت له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د دغو پیسو شاوخوا نیمايي د تنخا له اړخه استازو ته په مستقیم ډول ور کول کېږي او له نیمايي زیاتې په نامستقیم ډول د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې ورته لګول کېږي.

هغه زیاتوي: "د موټروان، شخصي مرستیال، څلورو ساتونکو د هر یو لپاره ۱۵ زره افغانۍ د میاشتې تنخا ده، چې نوي زره افغانۍ کېږي د ټلېفون، تېلو کور او معاش سره ۲۴۵ زره افغانۍ کېږي څه باندې ۴۷ زره ترې مالیه کې کمېږي نږدې ۱۹۵ زره ورته پاتې کېږي".

خو د ولسي جرګې په یو شمېر استازو دا نیوکې کېږي چې ولسي جرګې ته په تلو سره د پیسو ګټولو لپاره هر ډول کړنو ته لاس اچوي.

لومړیو کې کرايي موټر او اوس ګرانبیه شخصي ګاډي

د ولسي جرګې د اداري برخې لوړپوړي چاروکي وايي، په وروستیو اتو کلونو کې یې داسې استازي له نظره تېر شوي چې لومړیو کې په کرايي موټرو کې ورتلل خو اوس لوړ بیه ګاډي او ښه شتمني لري.

خو دا چې په کوم ډول یې ترلاسه کوي ښاغلي نصرت په لنډ ځواب کې وايي، ځینې یې شخصي سوداګري کوي خو کم شمېر یې له ناقانونه لارو ډېرې پیسې تر لاسه کوي.

د خدای نظر نصرت په خبره"ځینې کوښښ کوي چې پخوا یې هر ډول تورې پیسې ترلاسه کړې د پارلماني خوندیتوب له لارې غواړي پارلمان ته راشي، ځینې ځکه راځي چې دلته ځان بډایه کړي او هغه هم ناروا لارو سره".

د نوموړي په خبره، دا چې حکومت کې ستونزې دي، وزیران له وکیلانو سره بې پروايي یا مراعت کوي، نو له امله یې دوی ناوړه استفاده کوي.

له ځینې وزارتونو ډېره بودیجه

ولسي جرګه انکشافي بودیجه هم لري خو عادي بودیجه یې له یو شمېر وزارتونو او ډېرو خپلواکو ادارو لوړه ده.

د بیلګې په ډول اقتصاد وزارت دوه سوه نهه اتیا میلیونه، ترانسپورت وزارت دوه سوه پنځه اتیا میلیونه د ښار او کلیو پراختیا وزارت پنځه سوه شپږ ویشت میلیونه افغانۍ بودیجه لري.

ولسي جرګه کې یو شمېر استازي بیا په دې لا نه دي خوشحال او وايي، د ولس ستونزو اوریدو او حل کولو لپاره له دې ډېر لګښت پرې دوی راځي.

د ښاروالۍ کارمن جنت ګل وايي، دولت دوی باندې ډېر مصرف کوي، خو نه پوهېږي چې دا په دې ارزي که نه.

دی وایي ۴۲ کاله کېږي چې دی د ښاروالۍ کارمن دی، خو لس زره یې معاش دی.

زما د یو کال دوو کلونو معاش د دوی د یوې ورځې سره برابر دی.

د وروستیو دوو دورو لاسته راوړنې

ولسي جرګه هغه ځای چې د ولس کور هم بلل کېږي.

د افغان ولس د برخلیک په اړه دې کور کې ورستیو دیارلسو کلونو یا دوو دورو کې ډېرې خبرې جګې ټیټې شوې هغه که د سیاسیت له اړخه وې اقتصاد او یاهم د قانون له اړخه.

ولسي جرګې په ۱۵ مه دوره کې د فرمانونو او طرحو په ګډون ۸۲ قانونونه او ۳۱ نړیوال اسناد لکه میثاقونه او هوکړې تصویب کړې.

۱۶مه دوره کې یې ۱۹۱ د قانونو طرحې، تقنیني فرمانونه او له یوسلو دېرش ډېر نړیوال اسناد تصویب شوي.

له وکالت وروسته اسانتیاوې

د ولسي جرګې شپاړسمې دورې پای ته یوازې څو میاشتې پاتې دي خو د افغان حکومت دغه لګښت پای نه لري او راتلونکې ولسي جرګې ته به د لا زیاتې بودجې اخیستو هڅه کېږي.

استازي وروسته له هغه چې ولسي جرګې کې یې د چوپړ پېر یا پړاو پای ته ورسېږي او بیا ونه شي کړی چې غړیتوب یې ترلاسه کړي سیاسي پاسپورت، کورنۍ ته د خدمت پاسپورت او د ساتونکي په ګډون یو شمېر امتیازات د ټول عمر لپاره ورکول کېږي.