تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په لومړي ځل افغانستان کې جوګیانو ته پېژندپاڼې
- Author, زلمی اشنا
- دنده, بي بي سي
افغان حکومت په لومړي ځل پتېیلې په دې هېواد کې مېشتو جوګیانو ته پېژندپاڼې ورکړي، چې په را روانو ټاکنو کې یې د برخه اخیستلو جوګه کړي.
د تالقانو ښار لوی پل، د جوګیانو د استوګنې سیمه ده. له لسو ډېرې کورنۍ په یوه سیمه کې، په بېلو بېلو کېږدیو کې ژوند کوي.
د هرې کيږدۍ په مراندو دوه درې د مړزانو قفسونه ځړول شوي، مړزان په خپلو قفسونو کې په چغېدا د سهار را رسېدل او د یوې بلې ورځې پیل اعلانوي. د جوګیانې لپاره به یوه بله ستړې ورځ وي، په تېره د ښځو لپاره یې، ځکه دوی باید له همدې شین ګهیځه خپل کار پیل کړي. شاوخوا کلیو ته باید د سوال لپار ورشي، هره یوه، یوې خوا ته روانېږي.
د کور د چارو واګي له ښځو سره
د دغو لږکیو د ژوند او کار بڼه، د افغانستان له نورو قومونو توپیر لري. د کور د ټولو اقتصادي چارو واګي یې له ښځو سره دي، نارینه یې وزګار دي، ډېر وخت د سپي یا د مړزانو په روزلو او ساتلو بوخت وي، ځینې یې وزلوبه هم کوي.
ډېر یې له حکومت سره د وګړو په توګه ثبت نه دي او پېژندپاڼې نه لري؛ خو د ولسي جرګې را روانې ټاکنې یې، تر ډېره، د هویت ثبتولو ستونزې ور حل کړې دي.
د تخار د جوګیانو قومي مشر یا د دوی په خبره سرخېل، پهلوان دلبر وايي شاوخوا پنځه سوه جوګیانو چې ښځې او ماشومان هم په کې دي، پېژندپاڼې اخیستي او په شرایطو برابر به یې په لومړي ځل په ټاکنو کې ګډون کوي او رایه به ورکوي:
"د وګړو د ثبت ریاست کې مو د پېژندپاڼو ستونزه حل کړه، ټول قوم ته مو پېژندپاڼې واخیستې، یو شمېر کسان او ماشومان پاتې دي، موږ ته یې وویل تاسو ته پېژندپاڼې درکوو چې استوګن شئ، ماشومان مو هم باید تر لاسه کړي چې ښوونځی و شي لوستی، مرستې به هم در سره وشي. موږ اوس په حکومت کې شریک شوو."
د جوګیانو د ژوند بڼه یو شان ده، ځکه په دوی کې بډای او بېوزلي نشته، د کال څلور فصلونه، بېلابېلو سیمو ته په تګ را تګ تېروي. په دې وجه چې د اوسېدو لپاره ځانګړی ځای نه لري، جوګیان هدیره هم نه لري، مړي د هماغه سیمې په قبرستان کې خښوي چې په کې د لنډې مودې لپاره مېشت وي.
محمد انور چې په لومړي ځل یې پېژندپاڼه اخیستې، غواړي په ولایتي شورا او ولسي جرګه کې استازي ولري او د افغانستان د نورو قومونو په څېر ورته برخه ورکړل شي:
د افغانستان مېلمه؟
"پېژندپاڼه چې مې نه درلوده فکر مې کاوه چې د افغانستان مېلمه یم، اوس مې چې پېژندپاڼه واخیسته، احساس کوم چې زه هم د افغانستان وګړی شوم. موږ نور د کور څښتنان شوو. تاسو هم زحمت ګاللی او موږ هم، تاسو هم شهید ورکړی او موږ هم، ټولو قومونو ته برخه ورکړل شوې، خو موږ ته یې نه ده راکړې."
دغه لږکی قوم په ټولنه کې ښه ځای نه لري او ډېر ورته په سپکه ګوري. ان کله نا کله یې ښځو ته په کليو- کورونو او کوڅو کې، سپکاوی کوي او رټل کېږي.
۵۰ کلنه نسیمه وايي چې څو وارې د سیمې د واسېدونکو له لوري وهل شوې ده او هره ورځ ورته سپکاوی کېږي.
د هغې په خبره، ملایانو د سیمې خلک د دوی په ضد پارولي چې ولې ستر نه کوي او کوڅه په کوڅه او کور په کور ګرځي:
"په هره تولنه کې ښه او بد خلک شته، په ځینو سیمو کې خلک را ته درناوی کوي او په ځینو سیمو کې راته سپکاوی کوي، وهي مو، ملایانو څو ځلې خلک راپارول چې دوی ستر نه کوي، ویې وهئ، مه یې پرېږدئ، نو دا زموږه ژوند دی، بل کار نه شو کولی."
فرخنده هم له ورته برخلیک سره مخ ده. هغې اوس پېژند پاڼه اخیستې. لس ماشومان لري، د کور لګښت د سوال له لارې پوره کوي. وايي داسې یوه نوماند ته به رایه ورکړي چې له دې ستړیاوو یې وژغوري:
"پېژند پاڼه مې اخیستې چې د ځمکې څښتنه شم، د اوسېدو لپاره کور ولرم، ماشومان مې په ښوونځي کې شامل شي، دوکان پیدا کړم چې خاوند مې کار وکړي او زه له سوال کولو او غریبي خلاصه شم، له مجبوریته سوال کوم، که یو څه ولرم نو ولې به سرتور سر په کوڅو کې وګرځم، محرم او نا محرم ووینم، نارینه مو ځکه بې غیرتي کوي چې کور نه لرو، پوله او پټی نه لرو."
فرخنده وايي چې د سوال له لارې د ورځې درې تر پنځه سوه افغانۍ ګټي، په خبره یې که سوال ونه کړي، بل عاید نه لري.
د تخار د وګړو ثبت ادارې اجراییه مدیر عبدالحسیب بهنام وايي د ګډوالو چارو وزارت او د وګړو د ثبت لوی ریاست د هوکړې په بنسټ، جوګیانو ته پېژندپاڼې ورکوي:
"جوګیانو ته تر اوسه پېژندپاڼې نه وې ورکړل شوې، په ځانګړې توګه تخار کې چې زه یې شاهد یم، د کډوالو چارو وزارت او د وګړو د ثبت مرکزي ادارې تفاهم لیک په بنسټ موږ ته لارښوونه وشوه چې جوګیانو ته پېژند پاڼې ورکړو، خو د شمېر په اړه یې ځکه څه نه شم ویلای چې په ولسوالیو او سایټونو یې پېژند پاڼې تر لاسه کړې دي."
جوګیانو ته په ورکړل شویو پېژند پاڼو کې ډېر جزییات نه دي ذکر شوي، په ځینو کې بیا د نورو شخصي مالوماتو ترڅنګ یواځي دین اسلام او ملت افغان لیکل شوی.
د جوګیانو په اړه په اساسي قانون کې هم په څرګنده څه نه دي ویل شوي او د ځینو نورو قومونو په څېر دوی هم په اساسي قانون کې د دوولسو نومول شویو قومونو په لیست کې نه دي شامل، خو ځیني قانون پوهان په دې اند دي چې دوی ددې مادې په وروستۍ برخه کې په ذکر شوې جملې (او داسې نورو قومونو) کې راځي.
جوګیان وایي تاجک، سني مذهبه مسلمانان دي چې په سلګونو کلونو وړاندې له بخارا او د تاجکستان له کولابه افغانستان ته راکډه شوي. دوی پنځه قبیلې لري چې لولي یا بلخي، کولابي یا قطغني، کولي، سګ باز او حلوا خور یې نومونه دي.
که څه هم په اړه یې کره مالومات نشته، خو د ځینو څېړنو له مخې یې شمېر له لسو زرو کورنیو اوړي. دوی د افغانستان په ډېرو ولایتونو ګرځي، خو ډېرې کورنۍ یې بیا په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې په ګرځنده توګه ژوند کوي.
په را روانو ټاکنو کې د ګډون په پلمه د پېژند پاڼو تر لاسه کول، د جوګیانو مړاوې هیلې بېرته غوړولي دي.