تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسي جرګه: د کابل وکیلانو د نومونو تر اعلان وروسته غونډې کوو
د افغانستان ولسې جرګې غونډې د کابل د وروستیو پایلو تر اعلانېدو پورې وځنډول شوې.
د دغې جرګې اوسني لنډ مهاله مشر عطامحمد دهقانپور بي بي سي ته وویل، دا پرېکړه د ملي شورا مخې ته د کابل معترضو کاندیدانو له مظاهرو وروسته شوې ده.
له دې سره هممهاله د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي ډېر ژر به د کابل وروستۍ پایلې اعلان کړي.
د افغانستان ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون چارواکو ولسي جرګې لپاره د کابل د پایلو په اړه د مخکني کمیسیون ټولې پرېکړې باطلې اعلان کړې وې او ویلي یې ول چې یوازې د تېر کال د تلې پر ۲۸ او ۲۹ د اچول شویو رایو له مخې چمتو شوې فورمې ورته د باور وړ دي او دوی به نوې پایلې د هماغو فورمو له مخې اعلانوي.
د افغانستان د ولسي جرګې نوې دوره نژدې درې اوونۍ مخکې په رسمي ډول د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا پرانستل شوه، خو تر دغه وروسته یې کومه غونډه نه ده ترسره کړې ځکه له کابله ولسي جرګې ته د بریاليو وکیلانو نومونه نه دي اعلان شوي.
بل لور ته معترض نوماندان بریالي شوي وکیلانو ته د جرګې تالار ته د ننوتو اجازه نه ورکوي. اعتراض کوونکي پرون د ملي شورا او نن د ټاکنو د کمیسیون مخکې ټول شوي ول.
په دوی کې له کابله په لومړي پړاو کې بریالي اعلان شوي نوماندان او ملاتړي یې دي چې د کابل د وروستیو پایلو د ژر اعلان غوښتنه کوي.
د ولسي جرګې اوسنی لنډ مهاله مشر عطا محمد دهقانپور وايي، دوی پرېکړه کړې چې ترهغه به د ولسي جرګې غونډې او د اداري پلاوي ټاکنې ترسره نه کړي چې د کابل استازي دغې جرګې ته نه وي ورپېژندل شوي.
د ټاکنو کمیسیون وايي له کابل د بریالي شویو وکیلانو د رایو شمېرلو بهیر بشپړ شوی دی او د روانې اوونۍ له پای ته رسېدو مخکې به یې پایلې اعلان کړي.