افغانستان کې څوک غواړي د پارلمان غړي شي؟

    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي

د منځني ختيځ کې د انگريزۍ ژبې چاپېدونکې ورځپاڼې ډېلي سټار ورځپاڼې د افغان ټاکنو په تړاو خپل خپور کړى مطلب په دې پوښتنې پيل کړى "څوک به وغواړي چې افغانستان کې د پارلمان غړى شي؟"

ورځپاڼه وايي د افغانستان د ولسي جرگې ټاکنو لپاره ډاکټرانو، ملايانو، د جنگسالارانو زامن، د ښځو د حقونو فعالانې او ان يوه زنداني ځانونه نوماند کړي دي.

ورځپاڼې د ټاکنيزو هلو ځلو پر مهال خطرونو او رامنځته ته شويو پېښو ته اشاره کړې خو وايي

د پارلمان غړيتوب د گټو او امتيازونو له امله نوماندانو د دغه خطر منلو ته زړه ښه کړى.

ورځپاڼه وايي د پارلمان غړو مياشتنۍ تنخوا او نور امتيازونه لږ تر لږه څه د پاسه دوه نيم زره ډالرو ته رسېږي، حال دا چې د افغانستان له نيمايي ډېر خلک په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

ورځپاڼه وايي قانوني خونديتوب وکيلان د قانون ماتولو په حالت کې له محاکمې او زندان خوندي کوي، او په سوداگرييزو معاملو کې له خپل دغه ځواکمن دريځه گټه اخلي.

ورځپاڼې د افغانستان د شنونکو شبکې د غړي توماس ورټينگ په وينا ليکلي چې د دغه هېواد ټاکنو کې د بري کلي ولسپالنه نه، بلکې پيسې دي.

خو يوې نوماندې بيا ورځپاڼې ته ويلي هيلمنه ده چې افغانستان کې د پارلمان د غړو رامنځته شوى انځور ورغوي.

له کړکېچ بیانولو عاجز شوي الفاظ

نيويارک ټايمز افغانستان کې د روانو حالاتو د ترينگلتيا کچې په تړاو ليکنه کړې او وايي د افغانستان د کړکېچونو د موسم بيانولو لپاره په ټکو کې دومره زور نشته.

ورځپاڼه وايي هېچا ته نه دي ياد چې د افغانستان په اوولس کلن کړکېچ کې دې دغه راز موسم وړاندې راغلى وي، چې په هر پړاو کې يې ناهيلي او خطر دى.

ورځپاڼه وايي خلک په دې تړاو د خپل احساس بيانولو لپاره ټکي نشي موندلى.

ورځپاڼه وايي د افغانستان د حالاتو په تړاو ويره او اندېښنه په عمومي ډول په زياتېدو ده.

دا داسې احساس دى چې د له دغه خطر ناک حالت د وتلو څرگنده لار هېچا ته نه تر سترگو کېږي.

مطلب کې راغلي، چارواکي مني چې د ستونزې د هوارۍ يوازينۍ هيله طالبان د سولې خبرو اترو ته راوستل دي، خو ليکوال وايي طالبانو لا په دې تړاو د قناعت وړ نښې نښانې نه دي څرگندې کړې.

ورځپاڼه د ولسي جرگې ټاکنو ته په اشاره وايي سره له دې چې خلک ناهيلي شوي دي خو بيا هم غواړي د رايو مرکزونو ته ورشي او خپله رايه وکاروي.

ورځپاڼه وايي راتلونکې څو مياشتې به ښايي د عادي افغانانو زغم او د حکومت يووالي ښه وازمايي.

هندوستان ټايمز:

هندوستان وايي وروسته له هغه چې د هندي فلمونو په صنعت باليووډ کې د جنسي ځورونې قضيې مخې ته راغلي او پر مشهورو فلمي ستورو او فلم جوړوونکو د جنسي ناسم چلند ادعاوې وشوې.

اوس په دغه هېواد کې د سينمايي او ټلويزيوني هنرمنو ټولنې د داسې يوې کميټې د جوړولو پرېکړه کړې چې د دغه راز پېښو د مخنيوي لپاره به لارې چارې غوره کوي.

هاليووډ کې د "مي ټو" په نوم د جنسي تېريو خلاف خوځښت په دې وروستيو کې هند ته غځېدلى چې ځينې مشهورې فلمې څېرې په جنسي ناسم چلند تورن شوي او ځينې پروژې هم چې دغه کسان په کې ښکېل و ځنډېدلي دي.