د ولسي جرګې د مشرۍ ټاکنو کې رحماني ګټونکی اعلان شو

د عکس سرچینه، MIR RAHMAN RAHMANI
د ولسي جرګې د مشرۍ لپاره د کمال ناصر اصولي او میر رحمان رحماني ترمنځ د دویم پړاو ټاکنې د شنبې په ورځ جنجالي شوې، خو وروسته ښاغلی رحماني ګټونکی اعلان شو.
دې ټاکنو ته د خوست ولایت استازي کمال ناصر اصولي ۵۵ او د پروان ولایت استازي میر رحمان رحماني ۱۲۳ رایې وګټلې.
دې ټاکنو کې ۵۳ رایې باطلې او ۱۳ هم سپینې رایې وې.
لومړیو کې ویل کېدل جې د مشرۍ ګټلو لپاره ۱۲۴ رایې پکار دي، ځکه داسې فکر کېده چې د نن ټاکنې هم د تېر په څېر بې پایلې شوې.
وروسته وویل شول چې دوه رایې ورکې دي او یو هم تش کاغذ له صندوق ووت او جنجال له دې جوړ شو چې ځینو ویل رحماني ګټونکی دی.
له نږدې یوې ګړۍ ځنډ او پټو دروازو تر شا له خبرو وروسته د ولسي جرګې لنډمهالي مشر رحماني ګټونکی اعلان کړ.
د کمال ناصر اصولي او میر رحمان رحماني ترمنځ د لومړي پړاو ټاکنې تېره پنجشنبه شوې وې.
هغو ټاکنو کې د ولسي جرګې د ننګرهار استازي میرویس یاسیني او عمر نصر مجددي هم سیالي وکړه، خو یوه هم اکثریت رایې خپلې نه کړې.
د ولسي جرګې د تېرې دورې د مشرتابه ټاکنې له دې هم ډېرې جنجالي وې او تر یوې میاشتې او څلورو پړاوونو ټاکنو وروسته هم دې جرګې ته مشر ونه ټاکل شول
وروسته له ازبک قوم چې هغه مهال یې پارلمان کې ۱۹ څوکۍ لرلې د یو کس د غوره کولو وړاندیز وشو او عبدالرووف ابراهیمې د دې جرګې مشر شو.









