کابل: عیدګاه جومات له بیارغاونې وروسته رسماً پرانیستل شو

عیدګاه جومات

د عکس سرچینه، ARG

د کابل تاریخي عیدګاه جومات چې د جګړو او د پل محمود خان سیمې خونړي ځانمرګي برید له کبله زیان ورته رسېدلی و، له بیارغونې وروسته نن 'جمعه مې لسمه ' افغان ولسمشر محمد اشرف غني رسماً پرانیست.

ولسمشر غني په دغه جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته پر یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل، هیله ده چې هر ښادي او غم په شریکه ولمانځوو:

''اصلي ټکی دا دی چې دا زموږ د خوښۍ ځای هم دی او د غم ځای هم، کله چې جومات د بم ایښودونکو لخوا ویجاړ شو نو کلکه اراده مې دا وه چې په داسې ډول بیا ورغول شي چې راتلونکي نسلونو ته یوه ډالۍ وي او هیله ده چې زمونږ ټول خلک په ښاديو او غم کې له یو موټيوالي او له فکري وحدت سره د خدای (ج) په ارادې اقدام وکړو. ''

عیدګاه جومات

د عکس سرچینه، ARG

د ارګ له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، ولسمشر غني هوډ څرګند کړ چې له بالاحصار نیولې تر جشن سیمې پورې تاریخي سیمه به په اساسي توګه ورغاول شي.

اعلامیه زیاتوي ولسمشر غني له ټولو انجینرانو څخه وغوښتل چې د سیالۍ په توګه د جوماتونو داسې نقشې ترتیب او وړاندې کړي چې ''د استحکام ترڅنګ زموږ د لوی تمدن ښکلا ولري او استازیتوب یې وکړي. ''

ولسمشر غني وايي، کلکه اراده مې دا وه چې عیدګاه جومات په داسې ډول بیا ورغول شي چې راتلونکي نسلونو ته یوه ډالۍ وي

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني وايي، کلکه اراده مې دا وه چې عیدګاه جومات په داسې ډول بیا ورغول شي چې راتلونکي نسلونو ته یوه ډالۍ وي

د افغان چارواکو په وینا د عیدګاه جومات د بیا رغاونې چارې د تېر کال کب میاشت کې پیل شوې چې د جومات د بیارغاونې چارې د ۶۱ میلیونو افغانیو او د انګړ او شنې ساحې چارې یې د ۴۰ میلیونو افغانیو په لګښت له ټاکل شوې مودې پنځه میاشتې مخکې بشپړې شوې.