تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زلمی خلیلزاد پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې غږېږي
د افغان سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه خبرې کوي. پاکستان ته په دې سفر کې له ښاغلي خلیلزاد سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله ایلس وېلز هم ملګرې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي ښاغلي خلیلزاد له یو شمېر پاکستاني چارواکو سره چې مشري یې په بهرنیو چارو وزارت کې د امریکا د چارو مسوول افتاب کهوکهر کوله ولیدل.
د ویاند په خبره د دواړو خواوو ترمنځ خبرې په افغانستان کې پر سولې، د سیمې پر امنیت او دوه اړخیزو اړیکو ورټولې وې.
په اسلام آباد کې خپلواک خبریال طاهر خان وايي یوې سرچینې چې په دې خبرو کې یې حضور درلود ورته ویلي چې ښاغلي خلیلزاد له پاکستانه غوښتنه وکړه چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو کولو ته په کینولو کې همکاري وکړي خو پاکستاني لوري ټینګار وکړ چې پاکستان پر طالبانو دومره اغیز نه لري.
دغې سرچینې ویلي چې ښاغلي خلیلزاد ټینګار وکړ چې طالبانو سره جوړجاړي ته رسیدلی شي.
په پام کې ده چې ښاغلی خلیلزاد او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ایلس وېلز له یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو سره هم وګوري.
اسلام اباد ته له تګ مخکې د افغان سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل سفر پر مهال وویل چې په افغانستان کې سوله تر هغه نه شي راتللی چې طالبان بدل نه شي.
ښاغلي خلیلزاد له یوې سیمه ییزې رسنۍ سره په خبرو کې وویل : ''طالبان پوهېږي چې د خپلې واکمنۍ پرمهال یې ډېرې تېروتنې کړې دي. که طالبان غواړي چې د خپلې واکمنۍ د مهال سیستم رامنځ ته کړي نو زما په شخصي نظر دا به د جګړې د دوام په مانا وي نه سولې، له طالبانو سره سوله د دې ډلې له خوا د تلپاتې اوربند منلو او د جګړې پای ته رسولو پورې تړاو لري. ''
زلمی خلیلزاد او د امریکا د بهرنیو چارو مرستیاله ایلس وېلز په دوحه کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ د شپږم پړاو خبرو په درشل کې اسلام آباد ته تللي.
په عین حال کې په قطر کې د طالبانو د دفتر د ویاند سهیل شاهین له قوله په رپوټونو کې ویل شوي چې طالبان هڅه کوي په راتلونکي پړاو خبرو کې پر هغو دوو موضوګانو وروستۍ هوکړه وشي چې وار دمخه پرې خبرې شوې دي.