هرات، فاریاب او بلخ کې سېلابونو ۲۰ کسان وژلي

سېلاب
د عکس تشریح، وروستیو ورښتونو فاریاب او هرات کې لوی زیانونه اړولي دي

د افغانستان په شمال او لویدیځ کې چارواکي وایي، سختو سېلابونو په دې سیمو کې لږ تر لږه شل کسان وژلي دي او ۱۴ نور ټپیان دي. د چارواکو په وینا، په فاریاب کې ۱۰، په هرات ولایت کې ۹ او په بلخ کې هم یو تن د دې سېلابونو له کبله وژل شوی.

دا مرګ ژوبله د تېرو څو ورځو سختو بارانونو او ورپسې سختو سېلابونو له کبله رامنځته شوې.

په افغانستان کې بېړنیو حالاتو ته د رسېدنې اداره وایي، سبا شنبه او راتلونکې هم ښایي په هرات کې بارانونه وشي.

هرات ولایت کې وضعیت ترینګلی دی او یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ کسان وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند فرهاد جېلاني ویلي، د سختو بارانونو له کبله د هرات لرغونی بازار هم، چې د دې ښار په دویمه ناحیه کې دی، زیانمن شوی دی.

هرات
د عکس تشریح، هرات کې سېلابونو کورونه او مدرسې هم وېجاړې کړې دي

په هرات کې د سېلابونو له کبله څلور کسان ټپیان شوي هم دي.

ښاغلی جېلاني وایي چې په هرات کې سېلابونو زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، لسګونه کورونه، ښوونځي او مدرسې هم وېجاړې کړې دي.

یوازې لس ورځې وړاندې هم په هرات ولایت کې د سېلابونونو له کبله د څلورو ښځو او درېیو ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي وو.

سېلاب
د عکس تشریح، چارواکي په هرات کې د لا ډېرو ورښتونو اټکل کوي

په فاریاب کې هم چارواکي وایي چې وروستیو ورښتونو او سېلابونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه وژلي دي.

د فاریاب د والي ویاند جاوېد بېدار بي بي سي ته وویل، د دې ورښتونو له کبله په یاد ولایت کې ۱۵۰۰ کورونه وېجاړ شوي، سلګونو دوکانونو ته زیان اوښتې او کابو ۵۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم خرابه شوې ده.

په بلخ ولایت کې هم له تېرې شپې راهیسې سختو ورښتونو په شولګره، چمتال او دهدادي ولسوالیو کې زیانونه اړولي دي. هلته د یو تن د وژل کېدو او یو بل ته د زخمي کېدو خبره هم کېږي.