تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ماشومې مهسا وژنې قضیه: صرافانو کاربندیز کړی
د یوه صراف د کوچنۍ لور د اختطاف او وژل کېدو وروسته په کابل کې صرافانو کاربندیز کړی او د صرافۍ تر ټولو لوی مارکېټ شهزاده سرای تړل شوې ده.
اعتراض کوونکي له دولت نه د صرافانو د امنیت ته جدي پاملرنه غواړي او په ټول هېواد کې یې له صرافانو غوښتي چې نن شنبه (کب ۲۵/مارچ ۱۶) کار بندیز وکړي.
دوی له افغان دولت نه غوښتي چې د مهسا په نوم د کوچنۍ نجلۍ تښتوونکو ته د 'اعدام' سزا ورکړي او د نورو صرافانو کورنیو قربانیانو ته دې پام وکړي.
د افغانستان د صرافانو ټولنې مشر میر افغان صافي بي بي سي ته وویل، په تېرو درې میاشتو کې نهه صرافان په ټول هېواد کې لومړی تښتول شوي بیا وژل شوي دي.
هغه وايي، روانه لړۍ اقتصاد ته لویه ضربه ده او دولت او خلکو ته میلیونونه ډالره زیان اړوي.
نوموړی زیاتوي چې صرافان د دوی د ملګرو تښوونکو 'اعدام او د دولت لخوا ځان ته جدي پاملرنه غواړي'.
کابل کې تېره اونۍ یوه کوچنۍ نجلۍ مهسا لومړی وتښتول شوه او بیا یې جسد پیدا شو چې دې کار پراخ غبرګونونه راوپارول.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د مهسا وژنه وحشیانه جنایت وباله او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې سپارښتنه وکړه چې ددې پېښې عاملینو ته سخته سزا ورکړي.
د کابل پولیسو د دغې کوچنۍ نجلۍ له موندلو وروسته رسنیو ته وویل: 'د مهسا اختطاف کوونکي د نوموړې دوه ګاونډیان ځوانان دي چې هغه یې په ۱۳مه ناحیه خیرخانه کې تښتولې وه او بیا یې د هغې له پلار نه د ۳۰۰ زره ډالرو غوښتنه کوله. خو کله چې د نوموړې کورنۍ په دې اړه پولیس خبر کړل، هغوی نجلۍ له ستونې نیولې او وژلې. بیا یې جسد د اوبو په یوې ویاله کې اچولی و.'
د مهسا پلار مرتضی احمدي هم ویلي و 'له ولسمشر، اجرایه رییس او قضايي ارګانونو زما غوښتنه داده چې د مهسا قاتلان دې په اعدام محکوم شي.'
د مهسا د کورنۍ یو غړي بي بي سي ته ویلي و چې د مهسا پلار د واټ پر غاړه صراف و چې اختطاف کوونکو ګومان کړی و چې پلار به یې ډېر مالداره وي.
د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي ادارې یې له ټولو امنیتي ارګانونو غوښتي چې خپلې څېړنې ژر تر ژره له دوی سره شریکې کړي.
دی وايي له هر اړخیزې ارزونې وروسته به ددې پېښې عاملین محاکمه او مجازات شي.
د کابل صرافانو له دې وړاندې هم څو ځلې کاربندیز کړی و. صرافانو پورې د افغانستان د بازار تړاو کېدای شي خلکو ته ګڼې ستونزې رامنځ ته کړي.