تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان د ټاکنيزو کمیسيونو نوي غړي معرفي شول
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یو فرمان له مخې د ټاکنیزو کمیسیون ۱۲ نوي غړي معرفي کړل.
د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته احتمالي نوماندانو دوې ورځې مخکې په ارګ کې، د ټاکنیزو کمیسیونونو رهبرۍ ته ولاړو ۸۴ نوماندانو ته رایې ورکړې وې.
دغو دوولسو غوره شوو کسانو، د رایه ور کولو په بهیر کې له نورو ډېري رایه وړي وې. نو ځکه د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د فرمان له مخې د کمیسیونونو د کمشنیرانو په توګه په دندو وګومارل شول.
سید عصمت الله مل، مولانا محمد عبدالله، اورنګ زیب او محمد حنیف دانشیار د پنځو او مسافر قوقندي، حوا علم نورستاني او رحیمه ظریفي د دریو کلونو لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کمشینرانو په توګه غوره شوې دي.
همدا ډول محمد قاسم الیاس، زهره بیان شینوارې او مولوی دین محمد عظیمي د پنځو او محمد یونس طغرا او سید قطب الدین رویدار د دریو ـ دریو کالو لپاره د ټاکنیزو شکایتونو د کمشینرانو په توګه ټاکل شوي دي.
حبیب الرحمن ننګ د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا د مشر او چمن شاه اعتمادي هم د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د دارالانشا د مشر په توګه غوره شوي دي.
د کمیسیونونو د نویو غړيو غوراوي بهیر، د هغې شپږ کسیزې کومېټې له خوا رهبري کېده، چې په کې د حکومت، مدني ټولنې، سیاسي ګوندونو او ولسمشرۍ ټاکنو ته د ولاړو نوماندانو له استازو څخه جوړه شوې وه.
دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د ټاکنیزو کمیسیونونو غړي د رایو پر بنسټ غوره کېږي. له دې مخکې د کمیسیونونو کمشنران، د غوراوي کومېټې له خوا غوره کېدل او بیا به د ولسمشر له خوا تائیدل.
کابو دوې اوونۍ مخکې ولسمشرمحمد اشرف غني د ټاکنو قانون کې بدلون راوست او د ټاکنیزو کمیسیونونو پخواني کمشینران او مشران یې، ټول له دندو لیرې کړل.
د افغانستان لویې څارنوالۍ د کمیسیونونو پخوانۍ رهبرۍ له افغانستانه ممنوع الخروج اعلان کړي دي.
د ټاکنیزو کمیسیونونو پخواني مشران د ولسي جرګې د تلې میاشتې په ټاکنو کې په کمزوري مدیریت تورن دي. چې لا تر اوسه د دهمدغو ټاکنو د ۱۵ ولایتونو د بریالیو نوماندانو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې.
خو د کمیسیونونو پخواني مشران د ولسمشر له خوا د ټاکنو قانون کې بدلون راوستل د قانون خلاف کړنه یادوي او وايي چې له دندو د دوی لیري کول هم سیاسي پرېکړه وه.