تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان ټاکنې: د کابل رایې له سره شمېرل کېږي
- Author, عصمت بهیر
- دنده, بي بي سي کابل
د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وایي، د کابل ولایت ټولې رایې به بېرته له سره شمېرل کېږي. کمیسیون د رایو بیا شمېرلو لامل د ټاکنو پر ورځو د رایه اچونې مرکزونو پر وخت نه پرانیستل کېدل، د بایومټرېک الاتو خرابي او د دغه ولایت په ټاکنو کې د درغلیو ادعاوې یادې کړې دي.
مخکې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پرېکړه کړې وه چې د رایې اچونې د ټولو هغو مرکزونو رایي دې له سره وشمېرل شي چې د درغلیو په اړه یې جدي شکایتونه شوي و.
فیفا یا د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د ټاکنو کمیسیون د دې پرېکړي هرکلي کړی دی.
د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد یوې خبرې غونډې ته وویل، له کابل سره - سره به د هر هغه ولایت رایې چې د رایو د تور او سپین په اړه یې جدي پوښتنې راولاړې شي، له سره شمېرل کېږي.
بل لور ته د افغان ټاکنو څار بنسټونو هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یادې پرېکړي هرکلی کړی دی.
د فیفا یا ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر یوسف رشید وايي دویمي ورځي ته د ولسې جرګې ټاکنو غځول، د دې لامل شول چې څارونکي و نه شي کړای، په سمه توګه دغه بهیر وڅاري.
ښاغلي رشید وايي د ۱۱ ولایتونو د رایو د باور به تړاو شکایتونه وو، خو په خبره یې د کابل رایو په هکله شکونه او شکایتونو ډېر وو.
د افغانستان ټاکنو قانون له مخې د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو لومړنۍ پایلي باید د روانې لړم پر ۱۹ مه اعلان شوې وای، خو ټاکنو کمیسیون دا پایلې د را روانې لیندۍ میاشتې دویمې ته ځنډولې او یوازې د کابل رایو لومړنۍ پایلې به د لیندۍ پر لسمه اعلان شي.
په ورته وخت کې دغه کمیسیون اعلان وکړ چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو مهال وېش به دوې ورځې وروسته اعلان کړي.