تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان ټاکنې: د ابتدایي پایلو اعلان وځنډول شو
د افغانستان ټاکنو کمېسیون وايي، د پارلماني ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان یې د راتلونکې لیندۍ میاشتې دویمې نېټې ته ځنډولی.
مخکې ویل شوي و، چې د تلې میاشتې ټاکنو لومړنۍ پایلې به د روانې لړم میاشتې پر ۱۹ مه اعلان شي. چارواکي وايي، د پلازمېنې کابل رایې به بیا د همدې میاشتې پر لسمه اعلانېږي.
د دغه ځنډ سبب پلازمېنې ته له ولایتونو څخه د بایو مټرېک الاتو او رایې پاڼو ځنډنی رسېدل بلل کېږي.
د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون مسولین وايي، د ولسې جرګې په تېرو ټاکنو کې څه باندې څلور میلیونه کسانو ګډون کړی و، چې د چارواکو په خبره ۶۳ سلنه نارینه او ۲۳ سلنه یې ښځې وې.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمشنر حفیظ الله هاشمي وايي، له ۲۳ ولایتونو ټاکنیر مواد کابل ته رسیدلي او په وینا یې ژر به د کندهار او هلمند رایو پاڼې او بایو مټرېک هم ورسېږي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکو په خبره د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې به تر لومړنيو پایلو یوه میاشت وروسته اعلان شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي دا هم وايي، هغه چورلکه چې تېره چهارشنبه فراه کې ولویده، د رایو پایلو ۷ صندوقونه او بایومټرېک الات هم پکې له منځه تللي، خو دوی د هغو رایې پاڼو شمېر یاد نه کړ، چې دغه پېښه کې ضایع شوې دي.
بل لور ته کمیسیون چارواکي وايي، د سلا مشورو لپاره یې د ولسمشريزو ټاکنو مهالویش اعلانول ځنډولي دی، خو دوی ژمنه کوي چې د همدې روانې اوونۍ په اوږدو کې به یې اعلان کړي.
چارواکي وايي د رایې ورکونکو ټول شمېر د ټولو ثبت شویو اته اعشاریه اته میلیونه کسانو ۴۷ سلنه جوړوي.