تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان ټاکنې: له بایو مټرېک پرته رایو په اړه هوکړه وشوه
د افغانستان ټاکنیز کمیسیونونه د هغو رایو د برخلیک په اړه هوکړې ته رسېدلي چې د رای ورکوونکو له بایو مټرېک پرته کارول شوې دي.
د ټاکنو کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیونونو د پرېکړې له مخې دغه ډول رایې یوازې هغه وخت د اعتبار وړ دي چې د رای ورکړې مرکز، څارونکو او مشاهدینو لخوا یې سموالی او کره والی تایید شوی وي.
له دې مخکې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له بایو مټرېک پرته اچول شوې رایې باطلې اعلان کړې وې، خو دغه پرېکړه یې د ټاکنو کمیسیون له کلک مخالفت سره مخامخ شو.
د افغانستان ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو کمیسون مسولینو نن کابل کې په یوه ګډه غونډه کې په دې اړه وویل، چې ټاکنو کې یې د شفافیت لپاره پر اتو مادو هوکړه کړې.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي او ویاند علي رضا روحاني غونډه کې د دغه کمیسیون د پخوانۍ پرېکړې برعکس له بایو مټرېک پرته اچول شوې رايې په مشروط ډول د اعتبار وړ اعلان کړې.
د پرېکړې له مخې به اوس یوازې هغه رایې باطلې بلل کېږي، چې له بایو مټرېک پرته کارول شوي او د رای ورکونکي نوم له تایید شوي نوملړ سره برابر نه وي.
د افغانستان ټاکنو کمیسیون کمشنر او یاند حفیظ الله هاشمي وايي، دغه پرېکړه د هېواد حالت ته په کتو او د ټاکنو په مدیریت کې نیمګړتیاوو ته په کتو سره شوې ده، چې د شکایتونو ارزونه او څېړنه هم ورسره اسانه شي.
ټاکنو کمیسیون دغه پرېکړه د قانون خلاف بللې وه.
بلخوا نن د ځینو ولایتونو یو شمېر کاندیدانو د ټاکنیزو شکایتونو پخوانۍ پرېکړې په ملاتړ غونډه کړې.
د افغانستان ټاکنو کمیسیون وايي، د تلې میاشتې اته ویشتمې پارلماني ټاکنو په ۲۰ سلنه مرکزونو کې د بایو مټرېک الاتو تخنیکي ستونزو یا د دغو الاتو نه رسېدو له کبله خلکو له بایو مټرېک پرته رای ورکړې دي.