د ښځو په ملي اجماع کې د بې قید او شرطه اوربند غوښتنه

د عکس سرچینه، ARG
کابل کې د افغان ښځو اجماع په نامه یوه غونډه کې نن پنجشنبه سلګونو ښځو له حکومت او وسله والو طالبانو د بې قید او شرط سملاسي اوربند غوښتنه وکړه.
ویل کېږي غونډه د ښځو له ورته نورو نظر پوښتنو او غونډو ورسته شوې او پرېکړه لیک کې یې د ۱۵ زره ښځو نظرونه شامل دي.
په غونډه کې د اوسني اساسي قانون پر ځای ساتلو ټینګار وشو او د ګډونوالو په وینا داسې سوله غواړي چې دغه قانون، نظام او د تېرو څو کلونو ارزښتونه او لاسته راوړنې پر ځای وساتي.
د غونډې ګډونوالو دغه راز له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې دوی د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو ملاتړ کوي.

د عکس سرچینه، ARG
د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني غونډې ته وینا کې وویل، د ښځو غږ باید واوریدل شي. د غونډې ګډونوالو له مجازاتو د معافیت او د زورواکو فعالیتونو پر له منځه وړلو ټینګار وکړ.
غونډې ته وینا کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل:
''څوک نه شي کولای سوله پر افغانانو وتپي او هره سوله د هېواد خلکو ته د منلو نه ده. ''
نوموړي له ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د سولې تضمین کې همکاري وکړي، خو په خبره یې 'د دغه بهیر ملکیت باید له افغانانو سره وي. '

د عکس سرچینه، ARG
ولسمشر غني د افغانستان ټول خلک د جګړې قربانیان وبلل او په خبره یې د جګړې عاملینو بخښنه باید د خلکو او او قربانیانو مسوولیت وي.
ښاغلي د امنیتي ځواکونو ملي ورځې ته په اشارې سره دغه ځواکونه د افغان ښځو د حقونو ساتونکي وبلل.
د نوموړي په وینا اساسي قانون کې د بدلون لپاره ځانګړي شرایط شته او د هغو شرایطو رامنځته کېدو تر مهاله به همدا سند د افغانانو د ژوند اساسي چوکاټ وي.
ښاغلی غني وايي، د ښځو ټول نظریات او غوښتنې به د سولې مشورتي لویې جرګې ته وړاندې شي. په پام کې ده چې د روانې میاشتې وروستیو کې به له ټول افغانستانه د نژدې دوه زره استازو په ګډون مشورتي لویه جرګه کابل کې غونډه وکړي.

د عکس سرچینه، ARG








