افغان ټاکنو ښځو ته څه ورکړل؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, شفیقه خپلواک
- دنده, کابل
نژدې ۳۲ سلنه ښځو د ۱۳۹۷کال د ولسي جرګې ټاکنو کې د رایې کارولو ته نوم لیکنه کړې وه. شاوخوا ۴۰۰ ښځې نوماندې دي.
ښځو ته په ولسي جرګه کې ځینې څوکۍ هم ځانګړې شوې دي، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر هم وویل چې د ښځو ګډون ډېر و، خو پر دې ټولو سربېره ښځینه رایه اخیستونکې او رایه ورکوونکې باید له ډېرو سختیو تېرې شوې وای.
دا په داسې حال کې دی چې افغان ښځې وايي له ټولو ننګونو او خنډونو سره سره یې په دې بهیر کې څه زده او څه ترلاسه کړل او ځینې هیلې یې راوټوکېدې.
په کابل کې د افغانستان د څېړنو او ارزونې ادارې AREU مشره پوهانده اورځلا اشرف وايي: "ټاکنې په افغانستان کې له فکري پلوه یو پیاوړی پېغام لري. که څوک ځي او رایه کاروي، په دې مانا ده چې د ترهګرۍ، افراطیت، توکم پالنې او دیکتاتورۍ پر وړاندې درېږي او دا ډېره لویه خبره ده چې ښځې دا پېغام بدرګه کوي."
د اورځلا په باور یوازې دا هم نه ده، بلکې د همدې یوې رایې کارول ښځې ته د واک او پیاوړتیا یوه سرچېنه ده.

د عکس سرچینه، AREU
نجیبه هغه پېغله چې هېڅکله د ښوونځي پر لور نه ده تللې، په دې ټاکنو کې یې ګډون کړی. دې پرېکړه کړې چې یوې ښځینه نوماندې ته به رایه کاروي. هغې وویل: "که زه رایه ورکړم، هغه هم ښځې ته ډاډه یم چې که کوم وخت ستونزې سره مخ شم دا به راباندې ننګه وکړي. رایه به زه یوه ورځ وکاروم، خو دا ډاډ به ولرم چې پنځه کاله به یوه غمخواره لرم."
ښکلا کابل کې په یوه ښه دفتر کې کارکوونکې ده. د رای اچونې په مرکز کې درې ساعته په تمه وه، خو درې ساعته وروسته د رایې اچونې د پروسې پر ځای دې مرکز ته لاسي بم ور ولوېد، هغه وترهېده او کور ته ستنه شوه، خو په شا نه شوه، بلکې ماسپیښین د ډېرو نورو ښځو او نجونو سره د رایې کارونې مرکز ته ولاړه، خپله ګوته یې ورنګوله.
له ښکلا سره دې بهیر مرسته کړې چې په ځان باور پیدا کړي. دې لومړی وار په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو کې رایه کارولې، او هغه وخت یې د خوښۍ او غرور احساس کړی و چې د وطن د برخلیک ټاکلو کې شریکه وه.
هغې وویل" د رایې کارول دا احساس راکوي چې، زه هوښیاره او یوه ازاده مېرمن یم".

نسیمه د پوهنتون د دوهم کاله محصله ده. د نورو ډېرو نجونو غوندې به دا هم رایه کاروي. د دې په باور د ټاکنو په پروسه کې ګډون به د افغانو ښځو په ژوند مثبت اغېز ولري. دې ویل ښځې ځینې ځانګړې غوښتنې او هیلې لري، که دوی خپله رایه وکاروي نو طبعا به یې د هغو ښځو لپاره وکاروي چې د دوی دې ځانګړیو غوښتنو سره سم یا سمې وي. خو که د دې انتخاب حق ونه لري، شوني ده چې د ښځو د غوښتنو او هیلو خلاف کسان ولسي جرګې ته ولاړ شي.
ټاکنې یوې نوماندې ته څه لري؟
د ولسي جرګې پخوانۍ وکیله او اوسنۍ نومانده شېنکۍ کړوخېل وايي " نوماندېدل له هغو ښځو سره چې لېدلوری لري، خورا مرسته کوي. دوی هڅه کوي د افغانستان غوندې یوه سنتي او نرسالاره ټولنه کې ځان مطرح کړي. دوی شته ناوړه دودونه ماتوي. هڅه کوي یوې ملي پروسې ته دننه شي، او په لویو مسایلو کې پرېکړې وکړي."
اغلې کړوخېل باور لري چې که ښځې سیاست کې نه وي، د عامو ښځو ژوند به بدل نه شي، ځکه ښځې د خپلو همجنسو تر نورو ښه استازولي کولی شي.
په دې اړه چې ښځې که نوماندې وي یا رایه ورکوونکې څومره خپلواکې دي، هم شېنکۍ او هم اورځلا په دې باور دي، چې په شته نوماندو ښځو کې ټولې د خپل لیدلوري او نورو ښځو لپاره نه دي ولاړې. په دوی کې ځینې ښايي خپلې شخصي ګټې ولري، او ځینې یې نرانو رامخته کړې وي، چې وروسته د هغوی په ګټه کار وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
همدارنګه، د اغلې اشرف ادارې AREU په یوه څېړنه کې موندلي چې ښځې د خپلې رایه کارولو کې ډېر وخت د نرانو تر اغېز لاندې وي، خو اغلې اشرف وايي "فرض کړئ نر دغه اغېز درلود، خو دا چې ښځه خپله راوځي، قلم په لاس کې اخلي او رایه کاروي هغه وخت پرې دې بوج نه وي او ټاکنه کې ازاده ده. حتا د دې راوتل خپله نورو ته روحیه او دې ته د واک احساس ورکوي.
ښکلا بیا له خپلې تجربې غږېږي او وايي "په ۲۰۱۴ کې مې د مور او پلار د دریځ غیر مستقیم اغېز راباندې و، خو اوس داسې نه ده. ډېر وخت زما سیاسي نظر د دوی برعکس وي. رایه ورکول دې ته اړه کړم چې په سیاسي لیدلوري کې مې لا دقت وکړم."
که رایه ورکول یا رایه اخیستل د ښځو په ځان باور دېروي، دوی سره مرسته کوي چې په سیاسي پریکړو کې مستقیم یا غیر مستقیم رول ولري. ټاکنې افغانو ښځو ته زمینه مساعدوي چې یا خپلې استازې وټاکي، یا د ښځو استازولي وکړي. ښايي ځینو ښځو چې پخوا هم رایه کارولې وي، اوس لا دا مسوولیت په دقت سرته ورسوي.








