"افغانستان کې "اېچ ای وي" لرونکي ناروغان هر ځای رټل کېږي"

په افغانستان کې د اېچ ای وي او اېډز ځینې ناروغان وايي په هېواد کې دولتي او خصوصي روغتونونه يې د عملیاتو لپاره نه مني. بي بي سي په کابل کې له یوې داسې کورنۍ سره خبرې کړې دي چې درې کسان پکې په دې ناروغۍ اخته دي او ان د یوه عادي غاښ د ایستلو لپاره په ګرانه ډاکټرانو ته قناعت ورکوي.

د دې ښځې مستعار نوم تورپېکۍ دی او اته کاله کېږي چې اېچ ای وي وېروس لري.

هغه د جراحۍ د عملیاتو لپاره څو دولتي او خصوصي روغتونونو ته ورغلې؛ خو وايي ډاکټران چې د هغې له ناروغۍ خبر شي، له منلو يې ډډه کوي:

"شپږ میاشتنی ماشوم مې په نس دی او دوه میاشتې کېږي چې مړ شوی، کلینیک ته لاړم خبره مې پټه کړه ما ویل ودرېږه چې څه وايي، چې کله راغلم ویل یې د وینې معاینه دې اخلم. بیا ما ورته وویل چې داګټر صایب لاسموغان په لاس کړه ځکه زه اېچ ای وي لرم، د دې خبرې په اورېدو یې راته یې وویل ځه ځه چې هر چېرې ولادت کوې دلته موږ تا ته ولادت نه درکوو."

'پاکستان کې په اېچ ای وي اخته شوم'

بیا شخصي روغتون ته لاړم، هلته یې د درې نیم زره روپیو په بدل کې ومنل او سبا ته یې وغوښتلم، زه هم خوشحاله شوم، سبا چې کله روغتون لاړم دوی راته وویل د وینې معاینه دې باید وکړو، ما ورته وویل چې زه ناروغه یم اېچ ای وي لرم. هماغه و چې دوی هم ماته رد ځواب راکړ ".

تورپېکۍ وايي د پاکستان په یوه روغتون کې د جراحۍ له عملیاتو او وینې اخیستو وروسته په اېچ ای وي اخته شوې.

هغه وايي له یاد عملیات وړاندې يې وینه ازمویل شوې وه او اېچ آی وي ويروس پکې نه و.

مېړه يې هم هغه مهال له خپلې ناروغۍ خبر شوی چې په کابل کې يوه ناروغ ته یې وینه ورکوله.

د تورپېکۍ ژوند ورځ تر بلې سختېږي، ځکه نه یوازې د خاوند کورنۍ يې ورسره اړیکې پرې کړې، بلکه هڅه کوي چې د ماشومانو ذهنیت يې هم بدل کړي:

"خپلو او پردو به ورته ویل چې له مور او پلار سره مو یو ځای مه کینئ. وروسته مو بیا خپلو ماشومانو ته وویل چې دغه ناروغي د یو ځای ډوډۍ خوړولو او په یوه لوښې کې د اوبو څښکلو له لارې سرایت نه کوي، له هغه وروسته مو د ماشومانو چلند له موږ سره ښه شو.

"پنځه کاله کېږي چې لېورونه مې رانه بېل شوي اوه ماشومان لرم د مېړه تنخا مې هم اته زره ده ژوند دی نو تېرېږي."

په افغانستان کې د اېچ ای وي او اېډز ناروغان معمولاُ له کورنۍ او ټولنې پټ او ګوښه دي.

تورپېکۍ وايي په کورنۍ او ټولنه کې له یوازېتوب او ګوښه والي سره هم ګوزاره کېږي، خو په روغتونونو کې خدماتو ته نه منل کېدل داسې ستونزه ده چې په راتلونکي يې بې باوره کړې.

د تورپېکۍ او په اېچ ای وي او اېډز د نورو اخته ناروغانو ستونزه مو د افغانستان د عامې روغتیا له وزیر فېروزالدین فېروز سره شریکه کړه.

هغه مني چې د اېچ ای وي او اېډز ناروغان په روغتونونو کې له ستونزو سره مخ دي، خو ټینګار کوي چې د دغو ستونزو د حل لپاره یې لاره او چاره کتلې:

"موږ دې هوکړې ته رسېدلي یو چې ډاکټران باید له بېلو وسایلو نه په استفادې د اېچ آی وي ناروغانو درملنه وکړي او عمیلیات یې ترسره کړي او تصمیم لرو چې د اوس لپاره یو دوه روغتونونه دغه ناورغانو ته ځانګړي کړو."

د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا د اېچ آی وي د ويروس د لېږد اصلي سرچینه له یوې پېچکارۍ ګډه استفاده ده چې تر ډېره په روږدو کسانو کې دود دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي د اېچ ای وي د کابو کولو د ملي پروګرام د شمېرو له مخې ۲۰۱۷ کال په دغه هېواد کې د اچ آی وي ۷۵۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې.

اوس مهال په افغانستان کې د اېچ ای وي او اېډز ناروغۍ د درملنې پنځه مرکزونه او د مشورې ورکولو یوولس مرکزونه کار کوي، خو هېڅ یو یې د جراحۍ وسایل نه لري، چې دې چارې د ناروغانو ژوند نور هم تريخ کړی.