ارمان لوڼی کلا سیف الله کې خاورو ته وسپارل شو

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی ابراهیم ارمان لوڼی نن یکشنبه ماسخوتن په کلاسیف الله کې خاورو ته وسپارل شو. نوموړی پرون شنبه په لورلایي سیمه کې له پاکستاني پولیسو سره د اخ و ډب پر وخت پر سر د ضربې له کبله وژل شوی و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران منظور پښتین، محسن دوړ او علي وزیر د غورځنګ د وژل شوي غړي ارمان لوڼي په جنازه کې د ګډون لپاره کلا سیف الله ته تللي وو. ویل کېږي چې زرګونه نور کسان هم په جنازې کې د ګډون لپاره هلته راټول شوي وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جنازې ګډونوالو ته وویل، سبا دوشنبه به په ټوله نړۍ کې د ارمان لوڼي غیبي جنازه او د سه شنبې پر ورځ به د هغه د وژنې پر ضد نړیوال احتجاج کېږي.

نوموړي ژمنه وکړه چې په راتلونکو درېیو ورځو کې به د دې پېښې په اړه د خپل راتلونکی پلان او تګلاره اعلان کړي.

له سیمې رپوټونه وایي، د ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ هم د خپل ورور په جنازه کې ګډون وکړ، او د جنازې ګډونوال ته یې وینا هم وکړه.

له سیمې ترلاسه شوي رپوټونه وایي، د بلوچستان صوبې په ژوب سیمه کې هغو خلکو د امنیتي ځواکونو له پوستو سره د حکومت ضد احتجاج وکړ چې د ارمان لوڼي جنازې ته نه پرېښودل کېدل.

امنیتي سرتېرو د دوی د مخنیوي لپاره د ژوب او کوټې لویه لار د ټولو موټرو په مخ تړلې وه.

بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان وايي، د غورځنګ د مرکزي کمېټې یو غړی ابراهیم ارمان لوڼی تېر ماښام په لورلایي کې له پولیسو سره په اخ و ډب کې ووژل شو.

د پېښې یو شمېر عیني شاهدان وایي، پاکستاني پولیس هلته د یو بل فعال د نیول لپاره ورغلي وو،‌ او د دواړو خواو ترمنځ د اخ و ډب پر وخت ارمان لوڼي پر سر ضربه وخوړه او ووژل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر پولیسو تور پور کړی، چې ارمان لوڼی یې د تشدد له لارې وژلی دی.

جنازې ته په پښو روان منظور پښتین، علي وزیر او محسن دوړ

خواله رسنیو کې د خپرو شویو ویډیوو له مخې، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران پر جنازې ته پر لاره درول شوي وو او مخکې تلو ته نه پرېښودل کېدل. وروسته دوی له موټره ښکته شول او پر پښو روان شول.

په ویډیو کې مشران او نور ملګري یې په پښو روانېږي او ګاډي پسې له شا ځي. امنیتي ځواکوه یې د مخنیوي هڅه کوي او ویډیو کې غږ کېږي چې په ګاډو ډزې وکړه

"یو دې وواژه بل هم ووژنه".

بل لور ته د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ارماني لوڼي غیبي جنازه کې لسګونو کسانو ګډون درلود. دوی د ارمان وژنه وغندله او د وژونکو لپاره یې د سزا غوښتنه وکړه.

د ارمان جنازه

د ارمان لوڼي جنازې ته له ژوب او نورو سیمو خلک هم ورتلل، خو پولیسو یې مخه نیولې وه د مخته تلو اجازه یې نه ورکوله. د امنیتي کسانو د دې عمل پر ضد سیمه کې مظاهره هم وشوه. مظاهره چیانو دا شعارونه ور کول: ارمانه ستا په وینه انقلاب راولو- لر او بر یو افغان- کومه ترهګري چې ده د پوځ یې تر شا لاس دی.

بلوچستان ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین، علي وزیر او محسن دوړ پر تګ هم بندیز لګېدلی دی، خو دوی بیا هم هلته ځانونه رسولي دي. تېره میاشت منظور له کراچۍ الوتکه کې کوټې ته ورسېد، خو هلته له هوايي ډګر بېرته کراچۍ ته ستون کړل شو.

منظور غوښتل د ورکو بلوڅانو د مېرمنو په مظاهره کې ګډون وکړي.

ارمان لوڼی

د ارمان لوڼي نوم ابراهیم و، خو د شاعرۍ پیلولو سره یې ځان ارمان لوڼی کړ. نوموړی دا مهال په کالج کې د پښتو ادبیاتو استاد هم و.

نوموړی په عمر ۳۵ کلن او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې یو غړی و. ارمان د غورځنګ د وتلې غړې وړانګې لوڼۍ ورور و.

وړانګې لوڼۍ په یوه ویډیويي پیغام کې له خلکو غوښتنه کړې، چې د عدم تشدد پر لاره کلک او منظم پاتې شي.