تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جرمنی طالب جنګیالی شپږ کاله زنداني شو
د جرمني دوسلدورف کې محکمې ددغه هېواد یو وګړی په افغانستان کې د طالبانو په لیکو کې د جنګېدو په جرم په شپږ کاله بند محکوم کړی.
۳۷ کلن توماس ک. په تېره فبرورۍ میاشت کې افغانستان کې ناټو ځواکونو ونیو او په اپرېل کې جرمني ته یووړل شو.
پر نوموړي تور دی چې د افغانستان د ملي اردو پر یوې پوستې یې لاسي بمونه غورځولي، خو محکمې وویل چې ددغه تور په اړه دوی لازم ثبوت نه لري.
دغه تورن منلې ده چې په ۲۰۱۲ کال پاکستان ته تللی او پنځه کاله د طالبانو په ګټه جنګېدلی.
څارنوالان وايي، هغه د طالبانو د "سرې قطعې" غړی و، چې دا قطعه تر ډېره ځانمرګي بریدونه سمبالوي.
توماس .ک چې د خپل پلار له مړینې وروسته په ۱۷ کلنۍ کې مسلمان شوی، وايي، یو ډول ناروغي لري، خو ډاکټران وايي، د نوموړي دغه رواني وضعیت له هغه نه د محکمې د حکم لیرې کېدو لامل نه شي کېدای.
د طالبانو جرمنی بم جوړوونکی
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د حکومت د وسله والو مخالفانو له لیکو نه یو اروپایی وګړی نیول او محاکمه کېږي.
د سیمه ییزو چارواکو په وینا، یاد جرمنی د افغانستان د سوېلي هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو د بم جوړونې له یوه مرکز نه نیول شوی و.
د هغه تر نیول کېدو وروسته، افغان ځانګړو ځواکونو پر خپله فیسبوکپاڼه د هغه انځور خپور کړ.
پر خواله رسنیو د هغه خپره شوې وېډیو هم ډېره لاس په لاس شوې ده چې نوموړی په جرمنۍ ژبه پکې غږېږي.
د ۲۰۱۸ لومړیو دوو میاشتو بریدونه
- جنوري ۲۰: په وسلو سمبالو طالبانو د کابل پر کانټننټل هوټل برید لږترلږه ۲۲ کسان ووژل
- جنوري ۲۴: د داعش ځانوژونکو جلال اباد کې د ماشومانو ساتنې مؤسسې پر دفتر برید شپږ کسان ووژل
- جنوري ۲۷: طالبانو د یوه امبولانس په مټ برید صدارت څلور لاره کې برید وکړ، ۱۰۳ کسان یې ووژل
- جنوري ۲۹: داعش اورپکو کابل کې پر یوې پوستې برید کې ۱۱ افغان سرتېري ووژل
- فبروري ۲۴: په هېواد کې بېلابېلو بریدونو تر ۲۵ ډېر کسان ووژل، چې ډېری پکې افغان سرتېري وو