تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سولې خبرو لپاره د افغان حکومت مذاکراتي ټيم اعلان شو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له وسله والو طالبانو سره د سولې د احتمالي خبرو لپاره د خپل حکومت د مذاکراتي بورډ د غړو نومونه اعلان کړي دي.
په دې بورډ کې ټولټال ۱۲ کسان دي او مشري به یې د ولسمشر د دفتر رئیس سلام رحیمي کوي. د بورډ نور غړي په لاندې ډول دي:
- د پوهنې وزیر محمد میرویس بلخلي
- د اطلاعاتو او فرهنګ وزیره حسینه ساپۍ
- د لوړو زدکړو د وزارت معین عبدالتواب باالکرز ی
- د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزارت معینه ډاکټره عالمه
- د ملي امنیت د لوي ریاست معاون جنرال عبادالله عباد
- د ولسي جرګې غړې شاه گل رضايي
- د علماوو شورا غړی عطالله لودین
- د پکتیا والي شمیم خان کټو ازی
- د سترې محکمې غړی عبدالله عطايي
- د بهیرنیو چارو وزارت د فرهنګي چارو ر ئیس توریالی غیاثي
- د حج اوقافو معین عبدالحکیم منیب
د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې افغان حکومت غواړي طالبان د یوې داسې دیموکراتیکې ټولنې برخه وګرځي چې د ټولو ونډه او برخه پکې مالومه وي.
په اعلامیه کې د افغان حکومت له لوري لاندې ټکو ته هم اشاره شوې ده.
• له اساسي قانون سره سم د ټولو اتباعو، په ځانګړې توګه د حقونو او مکلفیتونو تامنیول.
• د اساسي قانون منل او د اساسي قانون له احکامو سره سم د هغه تعدیل.
• له قانون سره سم د ملکي خدمتونو، امنیتي او دفاعي ځواکونو د فعالیتونو پر مخ وړل.
• هېڅ یوې وسله والې ډلې ته چې له بهرنیو تروریستي شبکو، بهرنیو تخریبي سازمانونو، دولتي یا غیر دولتي بنسټونو سره اړیکه ولري او په افغانستان کې د نفوذ په لټه کې وي، اجازه نه ورکول کېږي.
د ارګ په اعلامیه کې همدا راز راغلي دي چې د سولې خبرې به په پنځو پړاونو کې ترسره کېږي.
لومړی به په کور د ننه له افغانانو سره په دې برخه کې سلا مشوره کېږي.
ورپسې به پاکستان او امریکا سره خبرې کېږي، او په درېیم پړاو کې به دا خبرې د سیمې نورو هېوادونو ته هم غځېږي.
په څلورم پړاو کې به اسلامي او عربي هېوادونه سره خبرې وشي او په پنځم پړاو کې به د ناټو غړي او غیر ناټو هېوادونه هم د دې پروسې پرخه وګرځي.
اعلامیه زیاتوي چې د راتلونکي پسرلي ولسمشریزې ټاکنې د سولې خبرو لپاره ډېرې اړینې دي.
دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې څه موده وړاندې ګنګوسې وې چې د سولې د خبرو د بریالیتوب لپاره ښایي د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډول شي.
خو د افغانستان د ټاکنو کمیسون نن چارشنبه د اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ ټاکنو به د اپرېل په شلمه نېټه ترسره کېږي، او د ټاکنو ته یې بشپړ مهالوېش هم اعلان کړ.