د افغان سولې په هکله د مسکو او واشنګټن خپلمنځي سیالي

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

دي نیوز ورځپاڼه لیکي د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا هیله مندي چې له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې د حکومت او طالبانو ترمنځ سوله وشي، ښيي چې امریکا بیړه لري چې ښکیلې خواوې روغه جوړه وکړي.

د دې مطلب لیکوال وايي مسکو هم له واشنګټن سره د سولې په برخه کې یو ډول سیالي کوي.

ځکه مسکو هم روانه میاشت د افغان سولې په تړاو د ۱۲ هېوادونو د استازو کوربه و.

مسکو غونډه کې د افغان طالبانو د قطر پلاوي او د افغان سولې شورا استازو هم ګډون درلود.

د دې غونډې هم هممهال زلمي خلیلزاد سیمې ته سفر پیل کړ او کابل کې له افغان چارواکو سره تر لیدنې وروسته اوس ارګ غواړي چې د سولې په هکله یو مشورتي بورډ جوړ کړي.

افغانستان ته د برتانوي ډلګۍ رسېدل

برتانوۍ ورځپاڼه ډیلي ایکسپرېس خبر ورکوي چې د برتانوي پراشوټي ځواکونو یوه ډلګۍ افغانستان ته رسیدلې چې له طالبانو او داعش ډلې سره په جګړه کې برخه واخلي.

دا ورځپاڼه د امنیتي چارواکو په حواله لیکي دا اتیا کسیزه او په وسله ښه سمبال ډلګۍ وروسته له هغه افغانستان ته استول کیږي چې پر ناټو ځواکونو د وسله والو د بریدونو خطر ډیر شوی.

ډیلي ایکسپرېس لیکي دا سرتیري د هغه ۴۴۰ کسیز برتانوي جنګي ځواک یوه برخه ده چې د اړتیا پرمهال به له وسله والو سره په مخامخ جګړه کې برخه اخلي.

دا ورځپاڼه لیکي همدا اوس شپږ سوه برتانوي افسران د افغان ځواکونو په روزنه بوخت دي او دا شمیر به تر راتلونکي کال دوه برابره شي.

افغانسان او عراق ته د ټرمپ سفر

ایکانومیک ټایمز د پاکستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تازه څرګندنو په اړه لیکلي، د امریکا او پاکستان ترمنځ وروسته له هغه اړیکي ترینګلي شول چې ښاغلي ټرمپ د تیرکال په اګست میاشت کې د سویلي اسیا او افغانستان لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړه.

ورسره یې پر پاکستان نیوکه وکړه چې شر اچوونکو ته یې خوندي پټن ځي برابر کړي دي، هغه شر اچوونکي په افغانستان کې امریکایان وژني او ورسره یې پاکستان ته خبر داری ورکړ چې ښايي ډیر څه له لاسه ورکړي.

دا ورځپاڼه لیکي ښاغلی ټرمپ په پام کې لري چې افغانستان او عراق ته هم سفرونه وکړي او هلته له خپلو میشتو سرتیرو سره وګوري.

منځني ختیځ ته ټکان ور کوونکې پېښه

ابزرور ورځپاڼې لیکلي د خبریال جمال خاشقجي د وژلو په اړه د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې سي ای اې ارزونه د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان لپاره ویجاړوونکې پایلې لرلی شي.

د دې مطلب لیکوال وايی شک نشته چې سي ای اې به په دې وژنه کې د محمد بن سلمان د لاس لرلو په اړه کره شواهد ولري.

ورځپاڼه لیکي دا له کله چې محمد بن سلمان د سیاست ډګر ته راوتلی او په واقعیت پر دغه هېواد اصلي واک چلوونکی دی، د خبریال خاشقجي د وژلو پېښه تر ټولو لویه رسوايي ده چې دی ورسره مخامخ کیږي، او داسې یوه پيښه ده چې ټول منځني ختیځ ته ټکان ورکوونکې ده.