افغان ټاکنې: کمېسون د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانول بیا وځنډول

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عصمت بهیر
- دنده, بي بي سي کابل
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون یو ځل بیا د ولسې جرګې ټاکنو لومړنیو پایلو اعلانول وځنډول.
د ولسي جرګې ټاکنې د اکتوبر پر ۲۰ او ۲۱ یا د تلې په ۲۸ او ۲۹ وشوې.
کمېسون ویل چې د تېري لړم میاشتې ۱۹ مه به د دې ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، خو وروسته ته یې نن جمعه( د لندۍ دوهمه یا د نومبر ۲۳ )د دې ټاکنو د لومړیو پایلو د علانولو ورځ ټاکلې وه.
خو اوس د ټاکنو کمېسون وايي، چې چې د یو شمېر ولایتونو د رایو بیا شمېرلو بهیر او د تورو او سپینو رایو مالومولو په برخه کې پوره ځیرتیا هغه څه دي چې نن دا پایلې اعلان نه کړي.
د ټاکنو کمېسون مرستیاله ویانده کبرا رضايي بي بي سي ته وویل، د رایو بیا شمېرلو بهیر ورووالي او د ټاکنو په اړه شوي شکایتونه په نظر کې نیول، د دې لامل شوی چې لومړنۍ پایلې د لندۍ پر دوهمه اعلان نه شي.
خو کله چې موږ د رایو شمېرلو او بیا ارزولو بهیر ولید. خورا ځنډنی، وخت نیوونکی وو او ډېر دقت ته یې اړتیا درلود. له بده مرغه اوس موږ د مخکنی مهالویش سره سم د ولسې جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلي اعلانولی نه شو.
ټاکنو کمېسون لا تر اوسه د لومړنیو پایلو اعلانولو بله نېټه نه ده په ډاکه کړې.
خو په وینا یې، د تورو او سپینو رایو جلا کولو لپاره د کابل په ګډون د یو شمېر نورو ولایتونو د رایو بیا شمېرلو بهیر په پوره دقت روان دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل خوا د ټاکنیز شکایتونو کمېسون وايي ۱۲ زره شکایتونو یې تر لاسه کړي، چې پکې ټاکنیزې سرغړونی، ټاکنیزې درغلۍ او تخطې شاملي دي.
د دغه کمېسون کمیشنره حمیرا حقمل وايي ځینې داسې شکایتونه هم دي چې د ټاکنو پر پایلو اغیز کولی شي.
اغلې حقمل وايي هغه کسان چې د دواړو کمیسیون پرېکړې ور ته د منلو وړ نه وي د استیناف غوښتنه کولی شي.
کمېسون لا تر اوسه نه دي ویلي چې لومړنۍ پایلې به څه وخت اعلانوي.








